پنجشنبه , 19 جولای 2018
کورپاڼه / خبرونه / امريکايي سناتور: امريکا بايد له طالبانو سره خبرې وکړي

امريکايي سناتور: امريکا بايد له طالبانو سره خبرې وکړي

د امريکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړي سناتور الیوت‌انګل ویلي طالبان یو انکار نه منونکی حقیقت او غورځنګ دی. دده په وینا امریکا ته په کار ده، چې طالبان د یوه حقیقت په توګه ومني او مخامخ د سولې خبرې ورسره پیل کړي. انګل زیاته کړې، چې که امریکا له شمالي کوریا سره خبرې کولی شي، نو ښه ده چې له طالبانو سره هم خبرې وکړي. دده په وینا ټرمپ له طالبانو سره له خبرو انکار کوي خو هغه ته داسې چلند په کار نه دی. دغه امریکايي سناتور ویلي، طالبان په افغانستان کې یو حقیقت دی، جګړه کوي او امریکا باید له دغه ډلې سره د خبرو لپاره تیاری ونیسي. نوموړي د امریکا پر حکومت غږ کړی، چې په افغانستان کې دې روانه اوږده جګړه له هرې ممکنې لارې چې وي ،پای ته ورسوي او د طالبانو مثبتې غوښتنې بايد ومنل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *