پنجشنبه , 19 جولای 2018
کورپاڼه / خبرونه / دافغانستان د حلقوي سړک چارې ځنډلي

دافغانستان د حلقوي سړک چارې ځنډلي

“سيګار” ويلي دي ،د افغانستان حلقوي سړک   پروژه د امنیتي ګواښونو او ټولګټو وزارت د کمزوري قراردادي او د رغونې د وړتیا او مدیریت د نشتوالي له کبله له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوه، چې همدا د کار د پاتېدو او د دوو قرادرادونو د لغوه کېدو لامل شو.

همدا لامل شو چې رغنیزې چارې دوه کاله وځنډېدې

د سيګار”  پر خبره  ، د افغانستان حلقوي سړک د پاتې ۲۳۳ کیلومتره برخې جوړولو ته له ۷۲۱ میلیون ځانګړو شویو ډالرو ایله ۲۴۹ میلیون یې لګول شوي، خو ایله ۱۵ کار یې بشپړ شوی دی.

سیګار زياتوي ، د دغه حلقوي سړک هغه برخه یې ارزولې چې د فاریاب له قیصار پیلېږي او د بادغیس لامان ولسوالۍ ور سره نښلوي.

د رپوټ له مخې، ددغه حلقوي سړک د جوړېدو مالي تمویل د اسیا پراختیايي بانک او د امریکا متحدو ایالتونو او ددغه بانک د نورو غړو له خوا ورکول کېږي.

په رپوټ کې راغلي، د ۲۰۰۵ کال له جولای میاشتې راهیسې د ۲۰۱۷ کال تر ډیسمبر پورې، یاد بانک ددغه حلقوي سړک د جوړېدو لپاره ۷۲۱ میلیون ډالر ځانګړي کړي، چې د اسیا پراختیايي بانک له لارې لګول کېږي.

د رپوټ د موندنو له مخې، ددغه مبلغ ډېره برخه د افغانستان ټولګټو وزارت په واک کې ددغه سړک د رغونې، انجینري او امنیتي چارو د سمبالښت لپاره ورکړل شوې.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *