پنجشنبه , 19 جولای 2018
کورپاڼه / خبرونه / په بالامرغاب کې ۳۰ سرتېري وژل شوي

په بالامرغاب کې ۳۰ سرتېري وژل شوي

بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو برید د ملي اردو لږترلږه ۱۳ سرتېري وژلي، خو د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي بي بي سي ته وویل، په یادو بریدونو کې ۲۹ افغان سرتېري وژل شوي.

خو د بادغیس د ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بیک ويلي دي چې په بالامرغاب ولسوالۍ کې ۳۰ افغان سرتېري وژل شوي.

دفاع وزارت  په یوه خبرپاڼه کې ویلي،  طالبانو  د حکومت له اوربنده په ګټې اخیستو پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *