پنجشنبه , 19 جولای 2018
کورپاڼه / سلايډ / د وروستیو جریاناتو په اړه د اسلامي امارت د ویاند وضاحت

د وروستیو جریاناتو په اړه د اسلامي امارت د ویاند وضاحت

ليک: ذبیح الله مجاهد

د اختر په مناسبت له درې ورځني اوربند وروسته چې د دښمن په صف کې کومه بې باوري رامنځ ته شوې، له مجاهدینو سره د کابل ادارې ډلې ډلې وسلوال رابطې کوي، تسلیمیږي او د اسلامي امارت ترکنترول لاندې ساحو کې سولیز ژوند پیلوي، نو د دښمن اړوند یوشمیر وارخطاء رسنیو د خپل همیشني عادت له مخې یو ځل بیا بې اساسه تبلیغاتو او افواه خپرولو ته مخه کړې چې په دې اړه موږ خپل غبرګون په لاندې ډول اعلانوو.
ــ د اسلامي امارت له خوا درې ورځنی اوربند د اختر په ورځو کې د هیوادوالو د هوساینې لپاره اعلان شوی و چې په ټول هیواد کې مجاهدینو عملي کړ، که څه هم یاد اوربند د روان جهاد په جریان کې لومړنۍ تجربه وه، خو بیا هم اوربند بریالی و او د جهاد او مجاهدینو په نفع یې ډیر حقائق رابرسیره کړل.
ــ د اوربند په ورځو کې د عامو خلکو، کلیوالو او ښاریانو لخوا د مجاهدینو تود هرکلی، په هغوی ګلونه شیندل، د هغوی بدرګه کول او سپین بیرغونه رپول، هغه څه دي چې د اولس په منځ کې د مجاهدینو محبوبیت ثابتوي.
ــ کوم مجاهدین چې د اختر په دریو ورځو کې د دښمن تر واک لاندې سیمو ته تللي یا په انځورونو کې د مخالف لوري له عسکرو سره لیدل شوي، موږ یې د هغوی عمدي خطاء نه بولو او اسلامي امارت د هیڅ مجاهد په نیت او اراده باندې شک نلري.
ــ دا چې د ګوډاګي حکومت چارواکي او مخالفې رسنۍ د اسلامي امارت دغه سوله ییز اقدام غلط تعبیروي، له هغه څخه د تبلیغاتي استفادې هڅه کوي. معلومیږي چې د امریکا ګوډاګیان سوله د اولس د یوه حیاتي ضرورت په حیث په رسمیت نه پيژني، بلکې هغوی له سولې او اوربند څخه هم ابزاري استفاده کوي، دوی که څه هم په ظاهره د سولې زارۍ او ننواتې کوي خو عملا که مجاهدین د اوربند په شان سوله ییز اقدام کوي، بیا دښمن داسې مشکوک او خصمانه حرکات او تبلیغات پیلوي چې د سولې لپاره هغه ضعیفه باور هم بیرته له منځه وړي.
ــ د اسلامي امارت په تشکیلاتو کې چې له کوچیني اختر څخه څو اوونۍ وړاندي کوم تغیرات رامنځ ته شوي و دښمن ادعاء کړې چې یاد تغیرات د اوربند د موضوع له امله رامنځ ته شوي، دا افواه هیڅ حقیقت نه لري؛ بلکې واقعیت دادی چې د وظائفو په هغه ادلون بدلون کې مسئولین معزول شوي، نه بلکې په لا لوړو وظائفو ګمارل شوي دي.
ــ له مجاهدینو هیله کیږي چې د یادو موضوعاتو په اړه دې د دښمن د تبلیغاتو او ځینو نامسئوله کسانو د څرګندونو تر اغیز لاندې نه راځي، په خپلو سیاسي، نظامي او اجتماعي لاس ته راوړنو دي مطمین اوسيږي، باید د دښمن دسیسو ته هوښیار وي ترڅو د اسلام او جهاد دښمنانو ته د هیڅ ناسمې استفادې فرصت په لاس ور نه کړ شي.

۶/۱۰/۱۴۳۹هـ ق
۳۰/۳/۱۳۹۷هـ ش

ــ ٢٠١٨/٦/٢٠م

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *