پنجشنبه , 19 جولای 2018
کورپاڼه / خبرونه / طالبان : له دولت سره خبرې نه دي پيل شوى

طالبان : له دولت سره خبرې نه دي پيل شوى

د کابل ادارې د چارواکو د ادعاوو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

تیره ورځ د کابل ادارې په اصطلاح د سرحدونو چارو وزیر ګل آغا شیرزي او یو شمیر نورو چارواکو  ادعا کړې چې ګنې د اسلامي امارت له مشرانو سره يې تماسونه نیولي او خبرې يې روانې دي.

موږ دا ادعا په کلکه ردوو، د کابل ادارې  بیلابیل چارواکي د هغې وارخطايي له امله چې په سنګرونو کې د الخندق عملیاتو په لړ کې د درنو تلفاتو له امله  ورته پيښه ده او داختر له دري ورځني اوربند وروسته یې د وسلوالو تسلیمي زیاته شوې نو یې پروپاګند ته لاس اچولی چې غواړي په دې توګه خپلو عسکرو ته لنډ مهاله روحیه ورکړي او عامه اذهان هم تیر باسي.

د خبرو او مذاکراتو په اړه د اسلامي امارت دريځ خورا ښکاره دی او وخت په وخت د رسنیو له لارې له هیوادوالو او نړیوالو سره شریک شوی.

په دې اړه د اسلامي امارت په موقف کې کوم تغیر نه دی راغلی اونه هم غواړي په بې اغیزو خبرو وخت ضایع کړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۷/۱۰/۱۴۳۹هـ ق

۳۱/۳/۱۳۹۷هـ ش

ــ ٢٠١٨/٦/٢١م

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *