جمعه , 22 جون 2018
کورپاڼه / خبرونه / لویې څارنوالۍ د ټاکنیزو جرمونو په تور ۵۸ کسان نیولي
images

لویې څارنوالۍ د ټاکنیزو جرمونو په تور ۵۸ کسان نیولي

د افغانستان لویې څارنوالۍ جمشید رسولي  ویلي، د جعلي پېژندپاڼو د پېر او پلور په تور یې ۵۸  کسان نیولي. د لویې څارنوالۍ ویاند وايي، د جعلي تذکرو او د ټاکنیزو ټاپو د غلا په تور له دوی سره ۲۴ دوسیې ثبت شوې دي.   رسولي پرخبره  په نیول شویو کې داسې کسان هم شته چې غوښتل یې جعلي تذکرې ثبت کړي او په ټاکنو کې ګټه ترې واخلي.

د نوموړي په وینا، په تورنو کې د وګړو د ثبت ادارې کارکوونکي هم شته چې په لوی لاس یې غوښتل تذکرو کې جعل وکړي.

د نوم لیکنې په ورځو کې د جعلي تذکرو د پېر خبرونه خپاره شوي، چې بالاخره لویې څارنوالۍ اوس د ارزول شویو شکایتونو رپوټ اعلان کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *