جمعه , 22 جون 2018
کورپاڼه / خبرونه / دروداتو د سيمه ايزو پوليسو قوماندان وژل شوى
35333489_10212655904818671_5992989174888660992_n

دروداتو د سيمه ايزو پوليسو قوماندان وژل شوى

دروداتو ولسوالۍ د سيمه ايزو پوليسو قوماندان امان الله نن سهار د پيوې کنډؤ سره دټاکنو حوزې په سپرکي کې د ځاى پر ځاى کړل شوي بم له امله وژل شوي  له دې سره دحوزی يو کار کوونکي هم خپل ژوند له لاسه ورکړى او ٤ کسان ټپيان دي

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي  ويلي  چې چاودنه نن سهار نهه بجې د روداتو ولسوالۍ د پيوې کنډو سيمې کې د سيمه ييزو پوليسو په یوه پوسته کې شوې ده.

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې د ذبيح الله په نوم د ټاکنو کمېسيون يو ځايي کارمند او د روداتو ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان امان الله وژل شوي او څلور پوليس ټپيان دي.

د سيمې يو قومي مشر د نوم نه خپرولو په شرط ويلي، چاودنه هغه مهال شوې چې قوماندان امان الله يادې پوستې ته د ټاکنو ځينې وسايل د دې ولسوالۍ مزينې سيمې ته انتقالول.

نوموړی وايي، قوماندان امان الله چې کله پوستې ته رسېږي، د پوستې په مخکې پهره دار خانه کې تم کېږي او د پهره دار خانې په سر څپره کې ځای پر ځای شوی ماين پرې چاودنه کوي. دی وايي په ټپيانو کې هم د ټاکنو کمېسيون يو کارمند شامل دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *