جمعه , 22 جون 2018
کورپاڼه / خبرونه / پر حدیده ښار دبريد له امله ملګرو ملتونه اندېښمن شول
E5289C3E-3C2F-4938-B12C-D7DB8EC779F0_w1023_n_r1_s

پر حدیده ښار دبريد له امله ملګرو ملتونه اندېښمن شول

د ملګرو ملتونو سازمان او خيريه مؤسسو پر حديده ښار د عملیاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او ويلي يې دي:

“دا نظامي عملیات کولای شي د دې سیمې اته میلیونه اوسېدونکو ته د سوداګريزو توکو او بشري مرستو رسېدل فلج کړي.”

د ملګرو ملتونو او خيريه ادارو په وينا، د بشري مرستو او اکمالاتو د رسېدو فلج کېدل به د جګړه ځپلي يمن د دې سیمې اوسېدونکي له قحطۍ سره مخامخ کړي.

د صنعا ښار یوه اوسېدونکي نوران محمد د حديده ښار د عملیاتو په اړه روېټرز خبري اژانس ته ويلي:

“د خوراکي توکو له لحاظه، په حديده کې جګړه به د صنعا ښار او حوثي ياغیانو تر کنټرول لاندې نورو ولايتونو د اوسېدونکو لپاره بشري ناورین رامنځته کړي.”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *