جمعه , 22 جون 2018
کورپاڼه / خبرونه / په خوږياڼو کې دتره زامنو نښته شوى
download

په خوږياڼو کې دتره زامنو نښته شوى

دننګرهار دوالي ویاند عطالله خوږیاڼي ویلې ، د ننګرهار په  خوږیاڼو  کې دتره زامنوترمنځ جګړه کې څلور تنه وژل شوي دي.  دا پيښه پرون  تر ماښام روژه ماتي وروسته دخوږیاڼو ولسوالۍ دوزیرو دعزیز خیلو په سیمه کې رامنځته شوې ده.

خوږیاڼي  زیاته کړه، چې د دوو تره زامنو ترمنځ دپخواني شخړې له امله یو تره زوی د بل کور ته ننوتلي ډزې یې کړې، دیوې میرمنې په ګډون یې درې تنه وژلي او درې یې ټپیان شوي دي.

د خوږیاڼي پر خبره ، چې قاتل هم د مقتولینو د کورنۍ لخوا وژل شوی دی.، ټپیان دجلال اباد حوزوي روغتون ته راوړل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *