جمعه , 22 جون 2018
کورپاڼه / خبرونه / عربي ټلوالې د حوثیانو خلاف ستر عمليات پيل کړي
f5678987654456789876567

عربي ټلوالې د حوثیانو خلاف ستر عمليات پيل کړي

عرب ائتلاف د یمني پوځ په ملګرتیا د یمن د حديده ښار د نيولو لپاره ستر عملیات پيل کړي چې دا ددې هيواد په درې کلنه جګړه کې تر ټولو ستره هغه بلل کیږي.

ائتلاف غواړي د حديده ښار د نيولو تر څنګ د دې ولایت بندر او زیاتې برخې کنترول کړي.

د ائتلاف الوتکو د هوا له لارې او يمني پوځ د ځمکې له لارې پر ښار بریدونه روان کړي چې د عملیاتو په لومړیو کې يې څه پر مختګ کړی دی.

يمني سرچینې وايي، پوځ د الوتکو د سختې بمبارۍ په مرسته د حديده ښار هوايي ډګر ته ځانونه نژدې کړي، حوثي وسله والو تر هوايي ډګر شاوخوا ستر خندقونه ايستلي او سخت مقاومت کوي.

ورکړل شوي راپورونه وايي، د عرب ائتلاف بېړیو هم له سمندر څخه د حوثیانو اهداف په نښه کړي دي.

په ورته وخت، حوثیان بیا د خپلو بریاوو ادعا کوي او وايي په جګړه کې يې يمني پوځ ته سخت ګوزارونه ورکړي دي.

د حوثیانو اړوند رسنیو ویلي، د دوی سمندري ځواکونه توانيدلي چې د حدیده سمندرغاړې ته نژدې د عرب ائتلاف یوه جنګي بېړۍ غرقه کړي.

د حوثیانو د دې ادعاوو په اړه عرب ائتلاف څه ویلي نه دي.

په حديده کې د خونړۍ جګړې له پيل کېدو سره ددې ښار په وګړو کې سخته وېره خپره شوې ده.

د راپورونو له مخې، د عملیاتو له پیل سره سم د ښار بڼه بدله شوه، ډېری هټۍ بندې وې او خلک په واټونو کې  ډېر نه تر سترګو کېدل.

د یادونې وړ ده، په ټوله کې حديده ولایت او په ځانګړې توګه حديده بندر خورا ستراتېژيک اهمیت لري چې ښايي دواړه لورې د زور ازماينې ګرمه سيالۍ پکې ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *