جمعه , 22 جون 2018
کورپاڼه / خبرونه / طالبانو د سرپل د صياد ولسوالۍ ځينې سيمې نيولې دي
aa

طالبانو د سرپل د صياد ولسوالۍ ځينې سيمې نيولې دي

د سرپل ولايت يوه سرچينې ويلي دي  چې  طالبانو د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ ځينې سيمې نيولې او نږدې ۳۰ دولتي سرتېري لا درکه دي.

يوه سرچينه چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل  رسنيوته ويلې  چې طالبانو په يوه بريد کې د صياد ولسوالۍ قفلاتون او القاني قشلاق کلي نيولي دي.

نوموړي ويلي چې طالبانو په ياده سيمه کې د ملي اردو درې او د پوليسو دوه پوستې نيولې دي.

د هغه په وينا، په دې نښته کې چې د شپې له لس بجو څخه د سهار تر شپږو بجو پورې يې دوام درلود، د ملي اردو  او پوليسو   ۱۲ سرتېري وژل شوي او د ملي اردو څلور سرتېري د طالبانو له خوا نيول شوي دي. نوموړي وويل چې د اردو او ځايي پوليسو نږدې ۳۰سرتېري لادرکه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *