جمعه , 22 جون 2018
کورپاڼه / خبرونه / په کور دننه ګڼ افغانان بې ځايه شوي
_101990278_gettyimages-103722727

په کور دننه ګڼ افغانان بې ځايه شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همږغۍ دفتر یا اوچا (OCHA) پخپل تازه راپور کې ویلي چې یوازې په تېره اونۍ کې په ننګرهار، نورستان، کونړ، زابل او هلمند ولایتونو کې نژدې نهه زره کسان د ناامنۍ له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

راپور وايي د ناامنۍ ترڅنګ خلکو مجبور شوي چې د سیمه ییزو زورواکو له ډاره او د خپلو ماشومانو د زده کړو لپاره له خپلو اصلي مېنو نورو ځایونو ته وکوچېږي.

(او چا) په خپل راپور کې زیاتوي، د ۲۰۱۸ کال له پیل راهیسې ۱۲۷ زره کسان په ټول افغانستان کې له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

راپور زیاتوي په بدخشان، بغلان، فاریاب، جوزجان، کندز، سرپل او تخار کې کابو ۴۸۰۰ کورني بې ځای شوې پېژندل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *