جمعه , 22 جون 2018
کورپاڼه / سلايډ / د بیان دروغجنه آزادي
artworks-000098036647-9yqi1w-t500x500

د بیان دروغجنه آزادي

نوري

تیره ورځ امریکايي یرغلګرو غزني ولایت کې د اسلامي امارت د فرهنګي کمیسيون اړوند د (شریعت غږ) په نامه سیمه ایزه ایف ایم راډیویي دستګاه، داسې په لوړه کچه بمبار کړه چې د پنټاګان پنځه پرمختللې الوتکې یې ورته راوستې وې او کورنیو ګوډاګیانو یې د کوردینات ورکولو دنده پرمخ بیوله.

په دې ډول يې د ایف ایم له دغې وړې دستګاه نه د شریعت آواز د لنډ مهال لپاره خاموش کړ، خو د تل لپاره نه؛ ځکه چې د تل لپاره خاموشي الله تعالی یوازې د کافر او باطل لپاره مقدره ګرځولې، نه د حق او حق پالوونکو لپاره.

د دې کار له انجامولو وروسته سمدستي د بیان د آزادۍ دا دروغجنو مدعیانو په ویاړ سره د دې کار پړه هم ومنله او دا یې د ځان باتوري یاده کړه، حالانکه په دې کار سره هغوی خپله اصلي څيره خلکو ته بربنډه کړه او دا یې ثابته کړه چې د دوی هر څه پر دروغو او دوه مخي بنا دي.

د بیان د آزادۍ دروغجن شعار یې له دا ډول کړنو نه ښه څرګندیږي، چې هغوی هیڅکله د مخالف نظر اوریدلو زغم نلري، فقط غواړي چې د رسنیزې آزادۍ تر نامه لاندې خپل دیکتاتورانه نظریات، پریوتی فرهنګ او اشغالګرانه موخې پر نورو آزادو ملتونو باندې وتپي.

مګر د اشغالګرو دا ظالمانه او ناځوان مردانه عمل دا خبره هم ښه په زُباد ورسوله چې د آزادۍ د لارې جنګیالي د اسلامي امارت مجاهدین څومره ستره حوصله او زغم لري، چې د دښمن په سوونو راډیوګانې او نورې رسنۍ چې شپه او ورځ د اسلامي او ملي ګټو خلاف پروپاګند کوي، د جهاد او مجاهد توهین کوي، د غربي اشغالګرو په تمویل د هغوی د ناروا اشغال د توجیه لپاره څلورویشت ساعته تبلیغ کوي، مګر بیا هم مجاهدین هیڅ نه ورته وایي. د رسنیز رسالت آزادۍ ته په احترام دا هر څه زغمي، خو په مقابل کې یې نامرده اشغالګر دښمن او د هغوی ګوډاګیان دومره پریوتي اقدام ته لاس اچوي چې یوه وړه ایف ایم دستګاه، چې په هغه کې د خبري سرویس ترڅنګ مسلمان ولس ته د قال الله او قال الرسول تبلیغ کیږي، دوی یې په بمونو له منځه وړي.

هیوادوالو ته به اوس ښه څرګنده شوې وي چې اشغالګر دښمن لکه څرنګه چې یې زموږ د هیواد جغرافیوي او فضائي حریم اشغال کړی، همدا ډول مو د افکارو د اشغال په لټه کې هم دی، چې نه غواړي او نه پریږدې د مقدس شریعت او د مجاهدینو د آزادۍ غوښتنې غږ تر خپل ولس او ملت پورې ورسیږي.

د آزادو رسنیو په نوم دفاعي ادارې او بشري ټولنې هم مسئولیت لري چې د اشغالګرو دا ناوړه عمل وغندي، کنه نو دوی به هم خپله د ناپییلتوب، نیمه پټه څیره خلکو ته په لوی لاس بربنډه کړې او د اشغالګرو د لاوډ سپیکرو دنده به لکه څنګه چې ګمان ورباندې کیږي، په یقین بدله کړې وي.

د دا ډول کړنو مخنیوی که ونشي؛ نو مجاهدین هم دومره کمزوري باید ونه ګڼل شي چې له عکس العمله به یې د اشغالګرو تمویلیدونکې رسنۍ بې برخې پاتې شي، لکه چې د هغوی په رسمي خبرداري کې هم څرګنده شوې:

«دښمن او د رسنیو ټولنې باید په دې خبره پوه شي چې د اسلامي امارت مجاهدین به نور د دا ډول ظالمانه کړنو د زغملو حوصله ونه لري او که په راتلونکې کې زموږ له رسنیو سره دا ډول عمل تر سره کیږي؛ نو متقابل غبرګون به ډیر سخت وي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *