جمعه , 22 جون 2018
کورپاڼه / سلايډ / مؤقت اوربند مو فکر غلط نه کړي
aa

مؤقت اوربند مو فکر غلط نه کړي

جواد یاسر

اسلامي امارت هره فیصله او کړنه د شریعت له اصولو سره برابره کوي، هیڅ داسې اقدام به ونه کړي چې خدای مکړه د شریعت سره په ټکر کې راشي، افغان ملت باید له اوربند څخه سالمه استفاده وکا، ځینې کسانو دا اوربند داسې حس کړ چې ګواکي د کابل حکومت او امارت مطلقه سوله سره وکړل، د امارت او کابل ادارې بیرغونه یې سره ونښلول او د اوربند دوام غواړي.

زموږ پر دین، حریم، ناموس، ازادۍ، کلتور او فرهنګ تیری شوی دی، اسلامي نظام له منځه تللی دی او دلته د اسلام څخه پرته بل دین (ډیموکراسي) قیام لري، اتلس کلونه میړنیو ځوانانو د یوه ارمان په خاطر قربانۍ ورکړې دي او …

جنګ موږ ته پردیو راوړی دی او اوس زموږ مجبوریت دی، موږ د قربانیو په بدل کې د هیواد ډېرې سیمې له یرغلګرو او منافقانو پاکې کړې دي او دې اوسني اوربند ته هم موږ د مبارزې او قتال په خاطر رسېدلې یو کنه د جنګه پرته د غربیانو او د هغوئ د مزدورانو په قاموس کې زموږ لپاره یوازي د مرګ لاره شته اوربند او سوله خو لري خبره ده.

تر څو چې مسلمانان یو، تر څو چې قرآن مو مخکي وي، تر څو چې جهاد راباندې فرض وي او ترڅو چې یرغل او د یرغل لوازم موجود وي زموږ برحق او څپاند جهاد به دوام کوي، موږ باور لرو چې الله تعالی به موږ ته له وعدې سره سم استقلال او ازادي را په برخه کوي.

اوس مسأله ډېره واضحه ده: که د کابل اداره سوله او ارامي غواړي د افغانستان اشغال د ختم کړي او اشغالګر د وشړي په هغه ورځ بس سوله ده او که یرغل پر ځای پاتي وي او د سولې لپاره نمایشي هڅې کیږي زموږ لپاره د ازادۍ یوازنۍ لاره همدا قتال دی، دوام به کوي، کافر او مرتد به دواړه کډه کوي، وطن به ازادیږي، سوله – مینه – محبت به راځي، جشنونه – مزې او ترانې به وي. ان شاءالله، پدې خبره زموږ یقین دی او پوخ یقین او هیڅ شک او شبهه پکښې نه لرو.

هغه وخت که زه ژوندی وم بیا به د ازادۍ په تبریکۍ کې سره غاړه غړۍ شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *