جمعه , 22 جون 2018
کورپاڼه / سلايډ / طالب اوربند؛ سټراټيژيک تغير!
images (2)

طالب اوربند؛ سټراټيژيک تغير!

وحيدالله مصلح
د طالبانو له خوا د اختر په مناسبت د اوربند اعلان کوم عادي خبر نه دی، دا يو ډېر مسئولانه اقدام دی، دوی د ملت عمومي غوښتنې ته ځواب ووايه او دوی د حکومت له خوا د اوربند اعلان سره تعامل وکړ، دا د طالبانو په سياست کې د يو سټراټيژيک تغير شاخص دی، کله چې طالبانو د ولسمشر غني د سولې طرحې په وړاندې د کوم عاجل غبرګون پر ځای سکوت غوره کړ له همغې ورځې ما ته په سياستونو کې د يو پټ تغير احساس کېده.
د اوربند په اړه د طالبانو اعلاميې ډېر حساب شوي کلمات او مفاهيم راخېستي دي، يوازې د اوربند موضوع يې نه ده ياده کړې بلکه د بنديانو په اړه يې خورا له مينې ډک دوه ماديز احکام اعلان کړي، د طالبانو مشرتابه خپلو لارويانو ته دا اعلان هم کړی چې په عامه تجمعاتو کې مه پاتېږئ ځکه هلته د بمبارډ له کبله د عام ولس د تلفاتو وېره ده.
دا ټولې خبرې ډېرې هيله بښونکې دي، د اوربند دغه مقطعي اعلانونه د يوې تلپاتې سولې پيلامه ښکاري، طالبانو په دغسې کړنې سره ښکاره کړه چې که زمينه مساعده وي، د مقابل طرف په خطاب کې د جنګ پر ځای د خبرو اترو ادبيات وي او ريښتينې اراده وي نو دوی متقابل تعامل کولای شي.
په دې هيله چې د اوربند په ورځو کې د ښکېلو خواو په ليکو کې د اوربند پر ضد حلقې د دې اوربند د ماتېدو لامل نه شي، او په دې هيله چې د سولې ضد دبړه ماران چې يوازې جنګ غواړي او په ګردي مېزونو او خپلو فېسبوکي جنګنامو کې د جنګ نغارې غربوي لږ تر لږه په دې ورځو کې کرار شي، که په جنګ ګټل کېدای نو په تېرو اولسو کلونو کې به ګټل شوی وای.
خدای دې وکړي چې د ښکېلو خواو مشران په راتلونکي کې هم د جنګ او سولې سره د تړليو مسايلو سره همدغسې منطقي برخورد وکړي.
مونږ څومره د ژوند او مينې تږي يو، راځئ د نن او پرون فېسبوکي ادرسونه وګورو، دا د اوربند غږونو څومره استقبال شوي، په دې حقه روژه کې خلکو دې غږونو ته څومره داد ورکړی، همدا زمونږ د عامه ذهنيت د تشخيص شاخص دی، دا له سولې سره زمونږ د مينې اندازه ده… د غني تر اوربنديز اعلان وروسته چې طالبانو اوس د اوربند ښايسته غږ کړی نو بې واره مې په خوله حمزه بابا راغی چې؛ هيڅ دې اندازه د ښکلا نه راځي… دا په تېرو اولسو کلونو کې لومړی ځل دی چې اختر راغی، خدای دې دغسې اخترونه زمونږ پر ژوند راخواره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *