جمعه , 22 جون 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دپولنډ د بهرنيو چارو وزير د حکمتيار محاکمه غواړي!؟!
حداد

دپولنډ د بهرنيو چارو وزير د حکمتيار محاکمه غواړي!؟!

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
عجب حالات دي ، څه موده مخکې د کاناډا د بهرنيو چارو وزير د کندهار دوالي د گوښه کولو امر ورکړى و ، دا دى د ١٣٧٨ ل هـ کال د غبرگولي پر ١٦ د پوليند د بهرنيو چارو وزير د حکمتيار د محاکمې امر وکړ ((نور خيريت دى ))
د ايران جمهور رييس ته داسرائيلو صدراعظمې غاښونه چيچلي.
دامريکې په لومړنيو ټاکنو کښې سناتور اوباماگټلې ده ، داسرائيلو دکمېټې تر مخې يې سپيناوى وکړ او ځانته يې لار پرانسته ، څرګنده ده که دا يې نه واى کړى نو يو څه ورته پېښدل د ډيموکراتانو بله نومول شوې هليرې کلنټن چې نن وروستۍ هڅه کوي بيا ؛ نو لاس اخلي ، په دې حال کښې يې ويلي ، چې زه به اوباما سره مرسته وکړم ، اوباما هم ددې مرستې غوښتې دي ، له دې څرگنده ده چې مېرمن کلنټن به د جمهوري رياست مرستياله شي ، اوباما دا خبره هم کړې چې حماس سره خبرې نه کوي سوريې او ايران سره يې کوي ، شپېته کاله کېږي ، چې د فلسطين په خاروه کښې اسراييل جوړ شوي دي ، په دې شپېتو کلونو کښې فلسطينيان ډېر جاروتلي ، هېواد پلورل څو خاينان کوي ، پېرودل يې د نسلونو قرباني غواړي :
ويراني په يوه دم شه وداني په ډېر اشکال شي
مونږ هغه خلک وينو چې پر پخواني شوروي اتحاد يې هېواد وپلوره ، ځانونه يې مترقي او مسلمانان بلل اوس دواړو سره په گډه کار کوي له دې څرگنده ده چې دواړه دروغ وايي ، پانگه واله نړۍ امريکا ، اروپا د يهودو په لاس کښې ده او ډېر کلک لاسونه يې سره ورکړي دي ، اسرائيل په ډېرو ځايو کښې څېړنيز مرکزونه لري هغوى چې ځاني غوښتنې لري ، او اقتدار غواړي نو دغو مرکزونو ته سرټيټوي.
داسرائيل په تاريخ کښې څو قبيلې ورکې دي ، دوى اوس هر ځاى کښې هغوى لټوي دا يوه بله پلمه ده ، په هر ځاى کښې ځانته خلک گوري ، چې په خندا يې خوري نو خوره يې :
ځان په مستو سترگو مه غــــولوه رحمـــــــانه
دا مستان هوښيار دي له حکمته سره ښوري
بارک اوباما داسرائيلو ټولنې ته زېرى ورکړ چې اورشلم به داسرائيلو پلازمېنه وي چې دا خبره محمود عباس هم نه ده منلې او بله دا ، چې حماس له گونده سره چې انتخابات يې گټلي دي خبرې نه غواړي او دغزې له تړانگې څخه د حماس وتل غواړي ، ددې خبرې پايله به دا وي چې سوله نه شي کېدى ، داوباما خبرو ته مسلمانان هک پک دي ، بيا هم رښتينو ټاکنو ته څو مياشتې پاتې دي.
په افغانستان کښې نښتې بريدونه روان دي ، او دا دپاکستان د روغې خبرې د طالبانو سره بولي ، حال دا چې هر کال هوا توده شي ، داسې کېږي ، د کابل لپاره د ميدان وردگ حالات داندېښنې وړ دي .
افغانان د بهرنيو په لاس وداني نه غواړي او دا د کابل په ښار کښې ليدل شوي ، استاد احمد علي خان پر وينا د ١٨٤٢ عيسوي کال کښې چې انگلستان د يوه تړون له مخې ، چې غازيانو سره يې کړى و ووتل ، د کابل خلکو د خوشحالۍ لپاره په سمه او غرونو کښې ماښام مهال اورونه بل کړل ، الله اکبر يا چهار يار نارې يې کولې .
هغوى هغه کورونه او ودانۍ وسوځولې ، چې انگليسانو جوړې کړې وې او په کښې اوسېدل بيا يې د هغو سردارانو کورونه وسوځول ، چې انگليسانو سره ملگري و او هغوى ته يې کار کاوه ، هر څه ، چې دې همدا تاريخ دى ، افغانستان په دې بيه او قيمت آبادي نه غواړي او دغه د شېرپور بنگلې هم نه غواړي ، د ١٨٤٢١ عيسوي کال د نوامبر په يوولسمه ملي پاڅون يا ملي قهر پارېدلى و ، او شرحه يې تاريخ ساتلې ده ، اوس چې ناټو ، امريکا او د کابل چارواکي پر پاکستان پړه اچوي ، خپلې کمزورۍ ته يوه پلمه لټوي يا د خلکو په سترگو کښې خاورې اچوي ، په نولسمه پېړۍ کښې پاکستان نه ، ولې يې دومره کلکه ماته وخوړه ، دلته به يو څو جملې دانگليسانو له خولې وليکل شي ، چې ټول يې ولولي.
1842 January . Lord Auckland expressed disbelief that nearly five thousand well trained British and British led troops with artillery had not been defend them selves.
لارد آکلنډ دا نه منله چې پنځه زره هغه ښه روزل شوي برتانوي عسکر او هغه عسکر، چې د دوى تر قوماندې لاندې ول ، له توپخانې سره يې د ځآن دفاع ونه شوه کولاى ، اوس هم هماغه انگليس يا امريکايي دي ، هماغه افغانستان او افغانان ، هماغه تباهي ، هماغه ماتې خوړل .
لکه څنگه چې هغه مهال پاکستان نه و ، اوس هم نشته ، خپله افغانان دي ، پښتانه دي او پښتانه يو دي ، يو به وي .
عروة الوثقى : انگليسانو سره غليمي د ټولو افغانانو په رگونو کښې غورځنگونه وهي ، د هوتکو لومړۍ امپراتوري دلته وه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *