پنجشنبه , 19 جولای 2018
کورپاڼه / خبرونه / په پاکستان کې د جمعې په ورځ دکوچني اختر امکان دى

په پاکستان کې د جمعې په ورځ دکوچني اختر امکان دى

د پاکستان د مياشتې د ليدو مرکزي کميټې په يو خبرپاڼې کې ويلي دي چې د جون د مياشتې پر ١٤ دپنجشنبې په ورځ به په کراچۍ کې د شوال د مياشتې د ليدو لپاره د مياشتې د ليدود مرکزي کميټې دمشر مفتي منيب الرحمان پر مشرۍ غونډه کوي

خبرپاڼې خپلو نورو اړوندو څانگوته لارښونه کړى چې په همدغه ورځ ماښام مهال سره غونډې وکړي او دشوال د مياشتې د ليدو نه يانه ليدو کره معلومات په کراچۍ کې د مرکزي کميټې غونډې ته ورکړي
په همدغه مهال د پېښورتاريخي قاسم علي خان جومات کې د شوال د مياشتې دليدو غونډه هم  کيږي چې د شوال د مياشتې د ليدو يا نه ليدو پريکړه وکړي
له بله خوا د موسمياتو محکمې (رياست) وړاند وينه کړى چې دپنجشنبې په ورځ د جون پر ١٤ د پاکستان په ډيرو سيمو کې د شوال د مياشتې ليدوامکانات دي

دسعودي ستوري پيژندونکي خالد الزعاق ويلي دي چې په سعودي کې به کوچني اختر د جون دمياشتې پر ١٥ د جمعې په ورځ وي
د جون د مياشتې پر١٤ به دشوال مياشت وليدل شي

نو دې ته په پام سره سږ کال به په پاکستان ، سعودي او افغانستان کې په  يوه ورځ  کوچنى اختر وي  روژه هم په يوه ورځ نيول شوې وه

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *