پنجشنبه , 19 جولای 2018
کورپاڼه / خبرونه / عطاالله خوږياني: فريدون مومند کور ته بريدګر ننوتلي

عطاالله خوږياني: فريدون مومند کور ته بريدګر ننوتلي

 د خبرونو له  مخې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د ولسي جرګې غړي فريدون مومند کور ته  بريدګر ننوتلي، خو مومند او د کورنۍ غړي يې په کور کې نشته.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياني ويلي  چې دغه بريد د جلال اباد ښار د دويمې امنيتي حوزوې اړوند”چهل متره” سیمه کې شوى دى.

دى وايي چې بریدګرو لومړی د تلاشۍ پر ځاى ډزې کړي او بيا یې ځانونه یاد کورته رسولي دي.

هغه وايي چې امنيتي ځواکونه د بريدګرو د له منځه وړو هڅې کوي.

د هغه په وينا، فریدون خان مومند او د کورنۍ غړي يې په دې کور کې نشته او  څو تنه محصلین او د کور خدمتګاران هلته مېشت دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *