جمعه , 22 جون 2018
کورپاڼه / سلايډ / له اسلامي شعایرو سره د کابل رژیم دښمني
ghani-abdullah-john-carry

له اسلامي شعایرو سره د کابل رژیم دښمني

نوري

کابل رژیم چې د یرغلګرو د بې ۵۲ او ایف ۱۶ په مټ  پرافغان ولس تپل شوی، افغانستان ته یې په نظامي، سیاسي، اقتصادي، تعلیمي او اخلاقي لحاظ بېساري زیانونه اړولي دي. د یرغلګرو په مرسته یې په لکونو افغانان شهیدان، ټپیان او بندیان کړي، مسجدونه، مدرسې، ښوونځي، کلینیکونه او عام المنفعه تاسیسات یې په خورا قساوت سره ویجاړ کړي او په ډیر تاسف سره د مقدساتو د ویجاړي، د کورونو د وراني او د بې دفاع هیوادوالو د وژلو لړۍ لاهم د ګران هیواد په لر او بر کې روانه ده.

د روانې (جون) میاشتې په ۵مه نیټه د صفر یک قطعې ټوپکیانو د یرغلګرو په ملاتړ د لوګر ولایت  د برکي برک ولسوالۍ په دیموغلان او ناکام کلا  کلیو کې دوه مسجدونه بمبار کړل او ۴ تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړل. دښمن همیشه په دې غونډله چې (لومړی مجاهدینو حمله پر ې وکړه، دوی ځوابي برید کړی، ممکن ملکي تلفات پکې رامنځته شوي وي)، د خپل وحشت د توجیه کولو ناکامه هڅه کوي، خو همدا بوږونکې پیښې په داسې حال کې  پیښې شوې چې نه په دغه سیمه کې پر دښمن کوم برید شوی او نه هم په سیمه کې مجاهدین موجود وو.

دې وروستیو کې اشغالګرو او د غني په مشري ګوډاګي رژیم  په سيستیماتیک ډول د جوماتونو، مدرسو، دیني عالمانو او اسلامي شعایرو سپکاوي او له منځه وړلو ته ملا تړلې ده، د کندز په دشت ارچي کې د تنکیو حافظانو ډله ییز شهادت، فراه کې د دستار بندۍ پر مراسمو برید، کجکي کې پر مدرسه بمبار، میدان وردګ کې د چاپې په مهال د تنکیو طالب العلمانو وحشیانه وژنه او په کندهار، بادغیس، فاریاب، بغلان، کونړ، ننګرهار، پکتیا او خوست کې پر مدرسو او مسجدونو پرله پسې بمبارونه، چاپې او بریدونه د همد لړۍ وروستۍ کړۍ دي.

د کابل ادارې توره څېره، کرغیړن پلانونه او له دین او وطن سره دښمني ورځ په ورځ لا ډیره بربنډیږي، دښمن باید درک کړي او یاد وساتي چې افغانستان کې به خپلو شومو موخو ته ونه رسیږي. اسلامي امارت به یې کرغیړن پلانونه خنثی کوي او پر ضد به یې پراخه او کوټلې مقابله کوي. اسلامي امارت د اسلامي شعایرو، دیني ارزښتونو، ملي نوامیسو او ارضي تمامیت د ساتنې په موخه سپېڅلې مبارزه پیل او جاري ساتلې، دې لار کې یې ډیرې ستړیاوې ګاللې او ژمن دی چې خپله مبارزه به د ګران  هیواد تر خپلواکۍ او د اسلامي نظام تر نفاذ پورې روانه ساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *