جمعه , 22 جون 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / دجوزا اتمه دپښتو نړيواله ورځ
996123_1677390755824118_4022357818855484441_n

دجوزا اتمه دپښتو نړيواله ورځ

ليک: س ، سيرت

په نړۍ کې دنورو نړيوالو ورځو په څېر دجوزا اتمه چې دمۍ دمياشتۍ ٢٩ مه وه دوه کاله دمخه دپښتو لخوا په کابل کې په داسې حال کې اعلان شوه چې په پېښور کې دافغانستان پاکستان ، ايران نه علاوه دنړۍ دنورو برخونه دپښتون مشر افضل خان لالا لخوا دپښتو قومي جرګې ته پښتانه عالمان ، پوهان و سياسي او علمي مشران بلل شوى ؤ په همدې ورځ چې دپېښور نشتر هال کې دجرګې ګډونوالو ويناوې کولې دپښتو دنړيوالې ورځې کيدو زيرى په ټولو پښتنو وشو . پښتو دپښتون دپيدايښت سره جوخت تاريخ چې ورو ورو دنورو ژبو ترڅنګ يې دادب په ډګر کې وده وکړه دامير کروړ نه واخله تردى دمه پښتو دودې په غرض خپل منزل ته درسيدو دپاره له زياتو ګړنګونو او کګليچونو ګټور قامونه پورته کړل چې دا لاس ته راوړنې دپښتو ادب دليکوالو او شاعرانو او هنرى اشخاصو پښتو سره دريښتنولى ثبوت ؤ .د ادب په ډګر کې پښتنو ليکوالو وخت په وخت کتابونه مجلې او اخبارونه چې پخوا دچاپ اسانتياوى موجود نه وى په ډبرينو ليکونو چاپ کړل پښتو عالمانو په خپل علمي ارزښت او نورو پوهانو په بيلا بيلو برخو کې ليکنې وکړى چې ددې ليکنو ترڅنګ پښتو ژبې ته دنورو ژبو څخه ژباړې هم وشوى . پښتو ادب ته لومړى ژباړه په دريمه پيړۍ کې محمد هاشم سرواني ديو عرب شاعر ابن خلاد بولله ژباړه ژباړله تر لسمې پيړۍ پورې دپښتو ژباړې ټکنې وى خو په لسمه پيړۍ کې زرغونې کاکړ دسعدى بوستان پښتو ته وژباړه . اخوند درويزه پير روښان ، عبدالرحمن بابا ، عبدالحميد بابا ، خوشحال خان خټک پښتو بډايه کړه چې په پښتو ته لا اردو څخه لومړى ناول ميا حسيب ګل وژباړله دعلامه محمد طرزى ، علامه سيد جمال الدين افغان او دوخت نورو پښتنو پوهانو پښتو دګړنګو نو څخه دسيالۍ ډګر ته ودروله که څه هغه وخته په افغاني ټولنه کې فکري يووالي ته پوره کار نه ؤ شوى لويديز دعقلي علومو او سياسي بدلونونو په دوام ختيز تر اغيز لاندې راوستى و د افغانستان واکمن پښتانه ، خو دپښتو سره په جفايې به دربارونو کې پښتو د دربار ژبه نه وه لومړى انګريزى يرغلګر او بيا روسيې د افغانستان نورو شتمنيو ترڅنګ پښتو ته زيات تاوان ورساوه چې روسانو دخپلو غلامانو څخه دپښتو پر خلاف دومره کار واخيست چې دابرهه په څيريې دپښتو له منځه وړول ته تياره کړل چې زيات شمير پښتو کتابونه د کتابتونو څخه ټول او وسوزول شول بيا هم سره دټولو ګواښونو پښتنو ادبپالو خپله پښتو دنشتوالى څخه وژغورله . پښتو ليکوالو او پوهانو لکه عبدالحي حبيبي ، عبدالروف بينوا ، قيام الدين خادم ، راحت زاخيلي ، سيد رسول رسا ، عبدالخالق خان خليق ، نور محمد تره کي ، عبدالله جان اسير ، محمد عثمان پښتون ، مولوى عبدالروف کندهاري ، وزير محمد ګل خان مومند ، الحاج محمد امين ، مولوى احمد ګل ، ملا محمد ګل ، برهان الدين کشککي ، ګل پاچا الف او نورو پښتنو په خپلو ليکنو ، مقالو ، ناولونو ، نظمونو او نثرونو سره پښتو ژوندۍ وساتله چې دا وخت په نړيواله کچه دنورو ژبو سره سيالي کيدونکى ده پښتانه ځوانان چې په ډيرو سختو شيبو کې ديوې خوا پښتو دپښتنو د دښمنانو له ګواښونو ساتي دپښتو ادب ودى او پرمختګ لپاره نه ستړى کيدونکى هلې ځلې کوي په قلمونو يې برکت شه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *