پنجشنبه , 21 سپتمبر 2017
کورپاڼه / خبرونه / هلمند پخوانی امنيه قوماندان په درې کاله بند محکوم شو
20800183_1573212349367031_2555348441617530076_n

هلمند پخوانی امنيه قوماندان په درې کاله بند محکوم شو

د فساد او درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ محکمې د هلمند پخوانی امنيه قوماندان په درې کاله تنفيذي بند محکوم کړ. عبدالرحمن سرجنګ د دندې پر مهال له واکونو په ناوړه ګټې اخيستنې د يو دولتي موټر په اختلاس او په ناقانونه ډول له نظارت خونې د دوو تورنو کسانو پر خوشې کولو تورن و. د قضيې څارنوال په محکمه کې په سرجنګ د لګولو شو تورونو تر څنګ وويل، چې سرجنګ په هلمند کې د پوليسو په ليکو کې په ناقانونه توګه خپل خپلوان ګومارلي چې له امله يې د هلمند ځينې سيمې د دولت وسله والو مخالفينو لاس ته ورغلې. د یادو تورنو په پای کې محکمې، سرجنګ پر درې کاله تنفيذي بند محکوم کړ د قضایي هیئت په خبره که تورن په دې پرېکړه قناعت نه لري، کولاى شي تر شلو ورځو د استيناف غوښتنه وکړي. خو پخواني امنیه قومندان سرجنګ د محکمې پرېکړه غیر عادلانه یاده کړې ده. په دې وروستیو کې دا څووم پوځي چارواکی دی، چې د اداري فساد او له دندې په ناوړه ګټې اخیستنې په تور محاکمه کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *