جمعه , 22 جون 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / که دېرش په سلو کې دافغانستان ځمکه د دغه دولت په لاس کې وي ،بيا هم ډېره ده !
حداد

که دېرش په سلو کې دافغانستان ځمکه د دغه دولت په لاس کې وي ،بيا هم ډېره ده !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
دامريکا داستخباراتو دمشر خبرې په سنا کښې دافغانستان دغه معجوني دولت باندې ښې نه دي لگيدلي ،داخبر ٢٠٠٨ ع کال دفبرورۍ په ٢٨ د ١٣٨٦ ل هـ په نهمه خپور شو،چې دافغانستان دېرش په سلو کښې ځمکه دکرزي دولت په لاس کښې دي ، له دې خبر سره ددغه دولت ددفاع وزارت نور څه ويلي او خپل ماهيت يې هېر کړى دى ،هغه وخت رارسيدلى دى ،چې امريکا جوړ کړي يو دبل په ژبه سره پوه نه شي ،دامريکا ددولت تر ټولو پياوړې اداره دهغه هېواد استخبارات دي ،دغه مهال دمعلوماتو بولي ده ،امريکا معلومات په ډېرې ځيرکتيا او ډېرو پيسو راټولوي ،که دغه اداره يوه رسمي دولتي اداره نه واى بيا گوته ورته نيول کيدله .
دلته او دامهال دتاريخ يو غوره پړاو دى،چې نړۍ کښې يو ستر بدلون ښيي دامريکا مخ ،چې په ډيموکراسۍ ،دبشر حقوق او نړيوال کلي جوړول و،پټ و څرگند شو اوس غواړي ،چې امريکا خپله ويسا په نړۍ کښې بيا ومومي .
انگليسانو ،چې په ١٨١٨ ع کال کښې دهندوستان ډېره برخه نيولې وه ،په١٨٠٩ ع کال کښې له سکهانو سره يې دسنتلج سيند دسرحد په توگه پېژندلې وه،ددې لپاره ،چې دپنجاب مهاراجا دافغانستان او مسلمانانو سره سکهان وجنگوي او دايې وکړل.
سکهانو ځکه دانگليسانو سره دوستي ومنله،چې دوى وکولاى شي يو دولت دځان لپاره جوړ کړي ،کله،چې انگليسانو په 1842 ع کال کښې افغانستان کښې ماته وخوړه په ١٨٤٥ ع کال کښې يې دپنجاب دنيولو کار پيل کړ تر ١٨٥٠ ع کال پورې بشپر کړې،چې تر اوسه پورې سکهان دخالصتان خبره کوي او جوړ شوى نه دى .
په افغانستان او پاکستان کښې پښتانه په نښه شوي دي ،چې افغانستان او پاکستان کښې داسې حکومتونه د ډيموکراسۍ په نامه جوړ شوي ،چې دواړه حکومتونه دسکهانوپه څېر له پښتنو سره وجنگوي ،بيا ددوى قصه هم پاى ته ورسوي ،دتاريخ تکرار همدادى،چې دوى دې رنجيت سنگه وپوښتي ،چې کاکا په تاڅه چل وشو،مطلب دا،چې هماغه انگليس دى ،هماغه سياست دغه پنډ جنرالان نه پاتې کيږي،بيا دملي خاين نوم پاتې شي .انگليسانو اسلامي هېوادونه يو بل پسې ونيول دوه اسلامي امپراتورۍ،چې دترکيې عثماني امپراتوري او داحمدشاه بابا امپراتوري وه دواړه بيا نه وې .
په نړۍ کښې پيا وړى اسلامي هېواد پاتې نه شو دا اوس ،چې کومه جگړه په عراق ،فلسطين ،افغانستان او پاکستان کښې روانه ده دا هماغه زړې جگړې دي، چې بېرته راگرځيدلي دي ،بيا اوس زمانه ؛ځکه اقليم گرځيدلى دى، طبعي آفتونه ډېر شوي ،په داسې حالاتو کښې سولې ته اړتيا ده ،نه جګړې ته. دوى دانه کوي ،بيا نورې دي ،چې افغانستان او پاکستان او ايران پښتنو ته راپاڅيږي . په افغانانو کښې داسې خلک ډېر دي ،چې ناپوهۍ کښې وايي دافغانستان نوم خراسان و ،په دې کښې چل دادى،چې افغان او پښتون يوه خبره ده ؛ نو دخراسان خبره کوي ،چې کله هم دافغانستان نوم نه و،روسيه له بلې خوا غواي ،چې امپراتوري جوړه کړي هغه هېوادونه، چې دافغانستان شمالي هېوادونه لکه ترکمنستان ،ازبکستان ،تاجکستان ،قرغزستان… بېرته ترلاسه کړي ،تر دې ،چې نه غواړي اوکراين او اروپايي اتحاد يې لاړ شي.
په داسې سياستونو کښې کرزي ته څه پاتې کيږي ،په داسې حال کښې ،چې دامريکا داستخباراتو راپور دافغانستان په باب سنا ته ورکول کيږي . همدغه امريکا ده او واکداران يې همدادي ،تاريخ به ډېر ژر وښيي،چې دافغانستان اصلي بچيان څوک دي ؟ ځان به هرچاته ښه ايسي .
رحمان بابا ځکه وايي :
دواړه نه کيږي رحمانه
يا به يار وي يا به دار
دنن يا دسبا دار دې په څو ژبو دا ويل شوي دي :
هم خدا خواهي هم دنيا دون
اين خيال است ومحال است وجنون
جگړه دپښتنو په سيموکښې ده که د طالب په نامه وژل کيږي که دعام وگړي په نوم داپښتانه دي ،چې ددغې سيمې په تاريخ کښې يې ډېرې قربانۍ ورکړي. صفاريانو ،غزنويانو او غوريانو ،هوتکو او ابداليانو.
که اروپايان او امريکايان اړ نه دي افغانستان ،پاکستان ،ايران ،هند بخارا دوى بويه پوه وي ،چې گډ تاريخ لري او تاريخ بدليدونکى نه دى .
اوس ،چې امريکا کښې بش غلى دى، گيټس ددفاع وزير په خبرو راغلى دى او دا د ده منډې وې ، چې له څو اروپايي هېوادونو يې څه ژمنې تر لاسه کړې، چې افغانستان ته نور سرتيري وليږي ، دطالبانو دجگړې لپاره، خو زړه نازړه دي کيداى شي ،چې عملي بڼه غوره نه کړي .
١٢٩٤ ل هـ سراج الاخبار
جرمن دى خداى گمارلى
اوس انگريز ته خشمولى
دنيا ده پـــــــه شور راغلې
تــــــوريدلـــــې قهريدلې
لوى دول چې په دنيــا دى
په يورپ که پـــه ايشيادى
ټول په جنگ سره اخته دي
پــــه سرو وينو آغشتــه دي
اى بـــــارى پرور دگـــــاره
اى قـــــادره اى غفـــــــــاره
خو افغان تاته زاري کړي
بيا زاري په عاجزي کړې
(مولوى صالح محمد)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *