دوشنبه , 21 اګست 2017
کورپاڼه / سلايډ / امان الله خان، مولانا عبدالصبور او زموږ ټولنه
امان-الله-خان

امان الله خان، مولانا عبدالصبور او زموږ ټولنه

زاهد جلالي

الله تعالی ستر دی، نو کبرجن انسان نه خوښوي. په اسلامي ادبياتو کې عموما انسان د انسانيت له چوکاټه پورته کول او لويي ورته منصوبول غندل شوي. د دې لامل دا دی چې الله تعالی انسان ډېر پرمختللی مخلوق جوړ کړی، خو همدومره کمزوری هم دی. يو نړيوال بکسر ممکن د يوې تبې له کبله له ګرځېدو پاتې شي. د انسان هر څه ډېر محدود دي. علم، قوت، بصیرت، هوښياري، روغتيا او نور ټول ښه صفتونه په انسان کې محدود دي. ما ډېر ستر پوهان ليدلي چې په وړو مسايلو کې بند شوي دي او د نړۍ ځينې مفکرين هم په الزايمر اخته شوي او د فکر له هغې سترې مرتبې دومره راټيټ شوي چې خپل اولاد پېژندلو ځواک يې هم له لاسه ورکړی.

د دې حکمت به دا وي چې الله تعالی انسان ته ښکاره کړي چې انسان له دومره عقل سره دومره محدود او کمزوری دی. دغه کمزوري يوه غربي ليکوال په يوه ليکنه کې ښه شرحه کړې. وايي هغه مهال پوه شوم چې ستر نه يم چې ښځې مې راته کړه چې زه خو پر تا غلطه شوم، ګومان مې وکړ چې ستر يې، خو ته هېڅ نه يې… دغه ليکوال ښې نکتې ته پام شوی. هغه انسان چې ظاهرا ستر ښکاري، هغه تشناب ته ضرورت لري، جنسي اړيکو ته اړتيا لري، په ګرمۍ کې خولې کېږي او بوی ترې پورته کېږي.. په دغه وخت کې دغه ستر انسان د نورو انسانانو په څېر عادي و حيواني وي… انسان چې څومره ستر شي، انسان دی. اصلا انسان ستر کېږي نه. د انسان لوړتوب يوازې الله ته د هغه په نږدېوالې کې دی.

د دې اوږدې مقدمې موخه دا ده چې په دنيا کې ټول انسانان د انسانيت له چوکاټه نه شي پورته کېدای او له نبي پرته نور څوک معصوم هم نه دي. پر دې اساس، هر انسان نيکۍ او بدۍ کوي. په تېره بيا هغه څوک چې د تاريخ برخه وي، د هغه ژوند بايد په ډېر انتقادي شکل ولوستل شي. قرآن چې تل د تاريخ او ماضي يادونه کوي، نو د عبرت او درس اخيستل ترې مراد وي.
امان الله خان هم لومړی د انسان په توګه او بيا په افغانستان کې د يوه واکمن په توګه بايد ولوستل شي. د هغه کارنامې بايد د عبرت اخيستو په موخه ولوستل شي. آن امان الله په خپله له خپل ژوند سره دغه ډول چلن کړی. هغه په خپلو ځينو کړنو د ژوند په وروستۍ برخه کې پښېمانه شوی و. نو کله چې امان الله خان ته هم د نورو انسانانو په نظر وکتل شي، يوه تاريخي څېره وبلل شي او د عبرت په موخه ولوستل شي، هغه مطالعه پايله ورکوي او د راتلونکي له پاره ګټوره کېدای شي.

مولانا صبور کلونه وړاندې د امان الله خان پر شخصيت او کړنو خپل نظر څرګند کړی او د هغه له ځينو کارونو سره يې مخالفت څرګند کړی و. هغه څه چې مولانا صاحب ورسره مخالفت څرګند کړی و، د امان الله خان د ناکامۍ او په پايله کې يې د هېواد د پرېښودو لامل شو. دا اصلا د افغانستان د وروسته پاتې کېدو عوامل دی چې هر افغان بايد پرې وژاړي او په راتلونکي يې د بيا تکرارېدو مخه ونيسي.

څه موده وړاندې دغه ويډيو د ځينو کسانو له لورې خپره شوه او غوغا پرې جوړه شوه. ټولنه په کې په مخالف او موافقو ډلو ووېشل شوه. ځينو په همدې غوغا کې خپلې قلبي ناروغۍ ښکاره کړې او له فرصته په استفادې يې دين او ملا ته ښکنځلې او سپکاوی وکړ. اوس يو وار بيا مولانا صاحب خلک له بداخلاقۍ منعه کړي؛ نو هغه ته په سپکاوي کې خلک سره په مسابقې دي. اصلا زما مخاطبین دغه مرضي کسان نه دي، ځکه د نشنلېزم او الټرانشلنېزم غوښتنه همدا ده. په الټرانشنلېستي ټولنو کې يو څو څېرې د خدايانو حيثيت لري. دغو ته داسې درنښت کېږي لکه خدای ته چې کېږي او د دوی پر شخصيت هېڅ ډول انتقادي نظر نه شي زغمل کېدای.

د داسې نشنلېزم ښه بېلګه ترکيه ده. د ترکيې الټرانشنلېستانو ته کمال اتاتورک کاملا د خدای حيثيت لري. د هغه افراطي احترام کېږي او پر شخصيت يې هېڅ ډول نيوکه نه شي زغمل کېدای. کله چې د نوم يادېږي نو خلک د احترام له پاره له خپل ځای څخه ودرېږي. نشنلېزم همدومره لنډه او بې معنا مفکوره ده چې يوه ټوټه ځمکه په کې د دنيا پر سر جنت شمېرل کېږي او يو څو څېرې په کې د بتانو او خدايانو حيثيت لري.

اسلام دغه ډول پرېوتي افکار له لومړۍ ورځې ځپلي او غندلي دي او د شخصيت پالنې بتان په کې د «لا اله الا الله» په ويلو نړېږي. نو ټولو شخصيتونو ته د درس او عبرت په سترګه کتل کېږي او د هر چا ښه ستايل کېږي او بد يې بد ګڼل کېږي. امان الله خان هم پر همدغه تله تلل په کار دي.

د افسوس ځای دا دی چې ځينې مغرض او د قلبي مرضونو څښتنان په دغه ډول پېښو کې هم د خپلې موخې له پاره استفاده کول غواړي. په دغه ډول پېښو کې دوی له فرصته په استفادي دين او ملا ته سپکاوی کوي او له دغې لارې ځان ډېر ملي او وطنپال ترسيموي. ځينې ساده ګان او د سطحي فکر خاوندان که څه هم په زړه مخلص وي، د دغو په ظاهرا ښايسته او په داخل کې شيطاني موخو ښکار کېږي.

زه مولانا صبور شخصا پېژنم. هغه زموږ د ټولنې يو مخلص، درون، با وقاره او معزز سپين ږيری عالم دی. د هغه په مقابل کې دغه ډول سپکاوی اصلا د زغملو نه دی. په دغه ډول پېښو کې سړی په خپله ټولنه افسوس وکړي او په علمي کچې يې وژاړي. زموږ د ټولنې لوستې طبقه دومره سطحي و سرسري و ماشومانه ده چې په ډېرو ساده مسايلو غولېږي او داسې الفاظ کاروي چې سړی يې په لوستو شرمېږي.

پر دې بايد هر څوک پوه شي چې الله تعالی به د هرې خبرې او هرې کړنې پوښتنه کوي. دغه راز په يوه چا بدګوماني او سپکاوی هغه څه دي چې الله تعالی يې بې پوښتنې او بې جزا نه پرېږدي.

وما علينا الا البلاغ
زاهد جلالي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *