جمعه , 22 جون 2018
کورپاڼه / خبرونه / امريکا په افغانستان کې پټې(استخباراتي) جگړې ته پام ډير کړ
111-4-780x405

امريکا په افغانستان کې پټې(استخباراتي) جگړې ته پام ډير کړ

جنرال سکاټ مېلر په افغانستان کې دامريکا  هېواد د ځواکونو لوی قومندان ټاکل شوى  دی د امريکايي ځواکونو لپاره نوموړی نهم او د ډونلډ ټرمپ په حکومت کې لومړنی لوی قومندان دی.مېلر د امریکايي پوځ يو مخکښ قومندان دی او دا مهال د دغه هېواد د هغو ځانګړو ځواکونو د مرکز مشر دی چې له نړیوالو تورنو ”  وسله والو ” سره پټه مبارزه کوي. د امریکا پوځ کې یو چارواکی- چې د تورن جنرال مېلر له چارو سره بلد دی- له رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې وايي، د نړیوالو تورنو  وسله والو سره مبارزه کې د مېلر تاريخ   او ځانګړنه دا په گوته کوي  چې  دامريکا له خوا نوموړى دغې دندې ته غوره کول يې  په افغانستان کې  د داعش په څېر ډلو سره پرمبارزې ټينگار دی جنرال سکاټ مېلر  به د جنرال جان نکلسن ځای ونيسي.

د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د لوړپوړو امريکايي پوځي چارواکو  د وينا له مخې ليکلي دي  چې جنرال مېلر د دوو کالو راهيسې په افغانستان کې د امريکايي ځانگړو ځواکونو مشري کوله.
د راپور له مخې جنرال مېلر د امريکا يو شمېر پټ  پوځي ماموريتونه هم ترسره کړي چې په نړۍ کې د شکمنو وسله والو څارل  او د (دلتا فورس) په نامه د امريکا د ځانگړو سمندري ځواکونو مشري په کې شامله ده.
د امريکا پوځي چارواکو د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ته ويلي دي چې جنرال مېلر په عراق کې د(دلتا فورس)  د مشرۍ پر وخت  دوسله والو پر ضد د يرغليزو پوځي ګامونو په اخيستلو پېژندل شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *