جمعه , 22 جون 2018
کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان او ترکیې تر منځ سوداگريزدهلېز پرانیستل شوى
_101677302__100451022_india

د افغانستان او ترکیې تر منځ سوداگريزدهلېز پرانیستل شوى

د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریز توکو لېږد را لېږد لپاره هوايي دهلیز پرانیستل شو او له همدې لارې په لومړۍ جوپه کې څه باندې څوارلس ټنه توکي له کابله ترکیې ته یوړل شول.

د افغانستان سوداګرۍ وزارت چارواکي هیله من دي چې له دې دا دهلیز به ترکیې ته د دوی صادرات کچه دوه برابره لوړه کړي.

تېر کال د افغانستان او ترکیې ترمنځ سوداګري تر سلو میلیونو ډالرو اوښتې وه، خو په دې راکړه ورکړه کې له افغانستانه ترکیې ته شاوخوا لس سلنه صادرات وو.

د افغان چارواکو په وینا له دې بهیر سره USAID مرسته کوي او د توکو د لېږد لګښت په سوداګرو کم راځي.

قیمتې ډبرې، طبي بوټي، تازه او وچې مېوې هغه افغاني توکي دي چې ترکیې ته صادرېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *