دوشنبه , 21 اګست 2017
کورپاڼه / خبرونه / امريکا په ننگرهار کې د ملکي وگړو له وژنې منکره شوه
45499_884

امريکا په ننگرهار کې د ملکي وگړو له وژنې منکره شوه

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو يوه وياند باب پورتيمن په يوې  خبرپاڼه  کې ويلي  دي چې په ننگرهار کې يې د هوايي بريد له امله ملکي وگړو ته مرگ ژوبله نه ده اړولې بلکې وژل شوي ټول وسله وال دي. باب پورتيمن وايي   دغه ادعا ناسمه ده چې گوندې په هسکه مېنه کې ملکي وگړي وژل شوي دي

دخبرپاڼې له مخې امريکايي ځواکونو هغه موټر په نښه کړی چې وسله والو پکې وسلې او مهمات ځای پر ځای کول.

د ننگرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکي بيا وايي چې امريکايي ځواکونو په دوو هوايي بريدونو کې ۱۶ ملکي وگړي  وژلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *