جمعه , 25 مې 2018
کورپاڼه / خبرونه / ترکیې پر پاکستان ۳۰ اټاک جنګي چورلکې وپلورلې
5afe971436fd0

ترکیې پر پاکستان ۳۰ اټاک جنګي چورلکې وپلورلې

ترکيې ددولتي خبري اژانس ( ټي ار ټي )  د خبرله مخې پاکستان له  ترکیې څخه  د ۳۰ اټاک جنګي الوتکو د رانیولو  لپاره  له ترکیې سره تړون  لاسلیک کړ.د ترکیې د دفاعي صنایع سلاکار  پروفیسور ډاکټر اسماعیل دیمیر ویلي دي چې د اټاک چورلکو د صادراتو په برخه کې تړون به په راتلوونکو ورځو کې اعلان کړي.

هغه ویلي دي چې ترکیې د یو نیم میلیاردو ډالرو په ارزښت په پاکستان ۳۰ اټاک جنګي چورلکې پلورلي دي. تمه کیږي چې په دې اړه تړون د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لاسلیک کړی شي.

د پاکستان د صنایع او تولیداتو وزیر په ۲۰۱۷ کال کې د ترکیې نه د ۳۰ جنګي اټاک تعرضي چورلکو او ۴ جنګي کښتۍ د رانیولو غوښتنه کړې وه. پدې اړه د ترکیې او پاکستان ترمنځه هوکړه وشوه.

همداشان د پاکستان لومړي وزیر خاقان عباسي پخپله د اټاک الوتکه امتحان کړې وه او ویلي وو چې هر څه ژر به پدې اړه د ترکیې سره په تفاهم ورسیږي.

دا د ترکیې په تاریخ کې د دفاعي صنایع تر ټولو ستر صادرات دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *