جمعه , 25 مې 2018
کورپاڼه / خبرونه / پوهنې وزارت د فراه ښوونځي رخصت کړل
Schools_in_Afghanistan

پوهنې وزارت د فراه ښوونځي رخصت کړل

د پوهنې وزارت په فراه کې د شته شديدو امنيتي اندېښنو او د زده کوونکو، ښوونکو او د پوهنې د کارکوونکو د خونديتوب په موخه ټول ښوونځي او ښوونيز مراکز رخصت کړل.

وسله والو طالبانو درې شپې مخکې د فراه پر ښار بريد وکړ او تر وړمې شپې يې دوام وکړ او د ملکي وګړو په ګډون سلګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته. طالبانو وړمه شپه له دغه ښار څخه شاتګ کړى وو او تېره ورځ هلته وضعيت ارام و، خو ښار لا هم پوځي بڼه لرله.

خو تېره شپه يو ځل بيا وسله والو طالبانو د فراه پر ښار بريد وکړ او د ځايي اوسېدونکو په وينا، د تېرې شپې بريد تر پخواني بريد ډېر شديد وو او هوايي ځواکونو هم درنې بمبارۍ وکړې او نن ورځ ښار تړلی دی.

نو دې ناامنيو ته په کتو، د پوهنې وزارت په دې ولايت کې ښوونځي او ښوونيز مراکز رخصت کړي دي

د پوهنې وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وزارت په فراه کې د شته شديدو امنيتي اندېښنو او د زده کوونکو، ښوونکو او د پوهنې د کارکوونکو د خونديتوب په موخه د دې ولايت ښوونځي او ښوونيز مراکز د شرايطو تر ښه کېدو پورې رخصت اعلانوي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *