جمعه , 25 مې 2018
کورپاڼه / خبرونه / د یونان په آژه سمندرګي کې افغان کډوال ډوب شوي دي
9acd9b4b39935a2f5b62e0758ca0f1921584dc2a

د یونان په آژه سمندرګي کې افغان کډوال ډوب شوي دي

د یونان د سمندري ګارد په وینا څو تنه افغان کډوال چې په منځ کې یې ماشومان هم وو په اژه سمندرګي کې ډوب شوي او څو تنه یې  د سرحدي پولیسو له خوا ژغورل شوي دي

.د ترکیې د ساحلي ګارد د یوې خبرپاڼې  پر بڼست   د سه شنبې په ورځ د کډوالو یوه کښتۍ د اژې د سمندرګي د تېرېدو په حال کې ډوبه  شوه.

په دې پیښه کې اووه افغان کډوال چې په منځ کې یې درې ماشومان وو ډوب شوي. ویل شوي دي چې د نجات چورلکو او بیړیو د شپې له خوا د دوی د ژغورنې په خاطر چاناکله سیمه ته استول شوي.

د یونان سمندري پولیسو وایي چې ۱۲ تنه افغان کډوال او یوه ایراني تبعه چې په انساني قاچاق تورن دی د دې عملیات په ترڅ کې ژغورل شوي.

ترکیې د افغانان او نورو کډوالو ته اروپا ته د تېرېدلو ځای گڼل کیږي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په وینا د ۲۰۱۸ کال له پیل راهیسې تقریباً ۳۰ زره افغان کډوال دې هیواد ته په ناقانونه ډول ننوتلي دي. د ترکيې دولت هڅه کوي چې دوی له دې هیواد نه وشړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *